افغانستان

امريکا دولتي ځواکونو ته ۶ سوپر ټوکانو الوتکي منظوري کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶):د امريکا دفاع وزارت منلې چې دولتي ځواکونو ته يې د ۶ سوپر ټوکانو الوتکو منظوري ورکړې.

د ۶ سوپر ټوکانو الوتکو د جوړېدو قرارداد له امريکايي (سرينا نواډا) شرکت سره شوی.

دا الوتکي جيټ الوتکو ته ورته دي خو له جيټ الوتکو په کمه ارتفاع او لږ سرعت تګ کوي ، اوږدې ځغاست لیکي(run way ) ته ضرورت نه لري.

سوپر ټوکانو (اې ۲۹) سپکي الوتکي دي چې د زده کړي او بمبار لپاره کارول کيږي همدا راز کولای شي په هره هواره سيمه کې ناسته وکړي.

هغه سوپر ټوکانو الوتکي چې وړاندي د دولتي ځواکونو په نوم نومول شوي له جملې يې ۷ دانې په ګورجستان کې دي او پيلوټان يې د زده کړي په موخه کاروي.

د سوپر توکانو الوتکو د استعمال په موخه ۳۰ پيلوټان تر روزني لاندي دي او ۱۷ تنه نور فارغ شوي.

دولتي ځواکونو ته د ۶ سوپر توکانو الوتکو رسېدل به ډېره موده په بر کې ونيسي ځکه اوس مهال د سرينا نواډا شرکت ته فقط د الوتکو د جوړېدو وړانديز شوی.

وړاندي هم امريکايانو دولتي ځواکونو ته بېلا بيلي الوتکي د طالب وسله والو په خلاف د جګړې او بمبار کولو لپاره سپارلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x