
سعودي یوې ښځینه روبوټ ته تابعیت ورکړی دی / ویډیو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): سعودي لومړنی هیواد سو چې یوه روبوټ ته خپل تابعیت ورکوي.
د سعودي په پلازمینه ریاض کې د روبوټیک ټیکنالوژې په یوه کانفرانس کې مختلف روبوټونه نندارې ته وړاندي شوه چې ځینې یې د مصنوعي ځیرکتیا او خبرو تر څنګ د مختلفو سختو امتحانونو څخه هم بریالي ووتل.
په دغه کانفرانس کې د «صوفیا» په نوم یوه ښځینه روبوټ ته د سعودي له لوري تابعیت ورکړل شو او په کانفرانس کې اعلان شو.
صوفیا په دې اړه په مرکه کې وویل: دا یو تاریخي خبره ده چې زه د یوه روبوټ په صفت د یوه هیواد تابعیت ولرم.
صوفیا روبوټ په هانک کانګ کې د هانسون روبوټک شرکت (Hanson Robotics) له لوري جوړ شوی او د مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمن دی.