نظــر

د هند علمای کرامو د سعودي پلاوي له هرکلي انکار وکړ!

د هند په لکنو ښار کې دهند د علماوو ټولنې د سعودي پلاوي ورتګ لغوه کړ، کوم چې ټاکل شوې وه د یک شبنې په ورځ ور ورسېږي، نوموړې ټولنه په هند کې یوه ډېره مخکنۍ اسلامي او تعلیمي اداره ده.

د نوموړې ټولنې په پیغام کې راغلي چې دوی د سعودي پلاوي د نه هرکلي تصمیم هغه وخت ونیو، کله چې سعودي اخوان المسلمین او حماس ډلې په ترهګرو ډلو کې ونېولې!

د نوموړې ټولنې دغه پیغام د مولانا سلمان ندوي په فیسبوک پاڼه کې خپور شوی، ښاغلی ندوي په لکنو کې د نوموړې ادارې د شرعیاتو د څانګې مشر دی، په پیغام کې راغلي چې د علماوو په ټولنه کې د دار العلوم ادارې دغه له ګواښونو ډګ ګام د خپل ( دیني، ټولنیز او اصلاحي مسولیت ) پر بنسټ پورته کړ!

په نوموړي پیغام کې راغلي چې د اخوان المسلمین تنظیم یو نړیوال اسلامي او اصلاحي تحریک دی، او د حماس ډله په کلکه د اسرائیلو په وړاندې مبارزه کوي!

نوموړی پیغام له هغه دوه ورځې وروسته راغلی، کله چې سعودي حکومت اخوان المسلمین تنظیم یوه ترهګره ډله وګڼله، او څو اونۍ وروسته له هغه کله چې سعودي حکومت د ترهګرۍ پرضد، او د هغو سعودیانو د نیولو په اړه په یو قانون جوړولو پیل وکړ، کوم چې له هغو تنظیمونو سره خواخوږي ښيي چې سعودي حکومت یې ترهګر بولي.

نوموړې ټولنې په خپل پیغام کې ویلي چې د سعودي اعلان یو ظالم اعلان دی، او هغو قوانینو ته ورته دی کوم چې په هند کې عمل پرې کېږي، تر دې وړاندې د عفوې نړیوال سازمان په دغه سعودي قانون نیوکه کړې وه، او اندېښنه یې ښودلې وه چې داسې نه چې له دې قانون څخه د قانوني مخالفینو د ټکولو لپاره استفاده وشي!

  نوموړې ټولنې په یو حیرانوونکي ډول سخت دریځی هندي ناریندرا مودي، او د سعودي قانون سره پرتله کړي،  بلکې ویلي یې دي چې: دا (  له مودي نه هم ظالم دی ) مودي د هند د ګوجرات آیالت لومړی وزیر او د بهاریته جانتا هندي ګوند مشر دی، چې په ۲۰۰۲ کال کې یې د ۲۰۰۰ مسلمانان په وژلو کې په لاس لرلو تورن دی.  

ويل کېږي چې تر دې وړاندې د سعودي د حج او اوقافو وزیر شیخ صالح بن عبد العزیز الشیخ تېره میاشت له نوموړي دار العلوم څخه لیدنه کړې وه.
http://arabi21.com/Story/734976 د یادونې ده چې دا خبر ګڼو عربي ویبپاڼو را اخیستی دی. http://www.noonpost.net/content/2135
 
د پورته یادې شوې پېښې په اړه یو هندي عالم دکتور محمد عنایت الله اسد سبحاني په خپله یوه مقاله کې چې د ( “إرساليّات السعودية للهند في حملة التضليل والتعتيم ) تر سر لیک لاندې یې لیکلې ده، ویلي چې د سعودي هغه رسمي پلاوي له ناکامۍ سره مخ شوي کوم چې له وزیرانو، ديپلوماتانو، لویو علماوو او د پوهنتونو له استاذانو څخه جوړ شوي وو، سعودي حکومت نوموړي پلاوي  د اسلامي نړۍ هېوادونو ته ددې لپاره لېږلي وو تر څو د هغه ګام په اړه دوی ته قناعت ور کړي کوم چې ریاض څه وخت مخکې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه پورته کړ، اواخوان المسلمین تنظیم یې هم پکې راوستو.

 دهغو هېوادونو له جملې څخه چې سعودي حکومت پلاوي ور ولېږل یو هم د هند هېواد دی، په کوم کې چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات لږکي مسلمانان اوسېږي، چې شمېره یې له ۲۵۰ ملیونو مسلمانانو څخه زیاته ده. همدا ډول یې د نړۍ نورو برخو ته هم په همدې موخه پلاوي لېږلي دي.

 دکتور سبحاني په خپله لیکنه کې زیاتوي چې  يو پلاوي چې د سعودي د دعوت او ارشاد او اسلامي چارو وزیر شیخ صالح بن عبد العزیز آل شیخ هم پکې و، په نیوي ډهلي کې یې د جماعت اسلامي له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه، تر څو اخوان المسلمین د خلکو تر پام بد ور ولي، نوموړي وزیر وویل: چې سعودي د  اسلام او مسلمانانو پر ضد د اخوان المسلمین دسیسې کشف کړې دي، او غواړي چې د اوسپني په سوک یې نیست او نابودې کړي.!
  اسلامي مفکر ښاغلي دکتور سبحاني وايي: هغه کسان چې سعودي وزیر خبرې ورته وکړې، د جماعت اسلامي مشران او علماوو و، هغوی د نوموړې خبرې و نه منلې، او درواغ یې وګڼلې، او هغه تورونه یې رد کړل کوم چې سعودي وزیر اخوان المسلمین پرې تورن کړل، دکتور سبحاني په خپله مقاله کې سعودي وزیر داسې مخاطب کړ: ( هغه کسان چې تا خبرې ورته وکړې، د هغوی معلومات دې زیات نشو کړای، بلکې په خپلو درواغو دې ځان د هغوی له سترګو وغورځولو ) نوموړی زیاتوي: ( دوی تا ته غوږ نیولی و، خو له ځانو سره یې ویل چې: سبحانک هذا بهان عظیم ) سبحاني په خپله مقاله کې وايي: ( د سعودي وزیرانو، علماوو او مشایخو! له الله نه وډار شئ! د حق خبره وکړئ! ستاسو خبرې ثبتېږي! او زر ده چې په اړه به یې وپوښتل شئ! له مجرمینو څخه محسنین او له محسنینو څخه مجرمین مه جوړوئ!… سعودي چې د مسلمانانو په زړونو کې یې له پخوا څخه لوړ ځای درلود،  په دې وروستیو کې یې خپل کرامت او حیثیت له لاسه ور کړ! هغه ښه نوم او شهرت چې له ستورو او وريځو سره به ېې راز او نیاز کولو له منځه لاړ… اوس مسلمانان د سعودي له نوم نه بد وړي، اورېدل یې نه غواړي )

ډاکتر سبحاني وايي چې څو ورځې مخکې یو بل سعودي پلاوي چې ( د حرمینو امامان، وزیران او مشایخ  پکې وو ) غوښتل له دار العلوم نه لیدنه وکړي، کوم چې د عالماوو تر ټولنې پورې تړاو لري، نوموړي پلاوي دار العلوم ته خبر ور کړ چې غواړي لیدنه یې وکړي، مګر هغوی پرته له دې بله لار و نه مونده  چې له سعودي پلاوي نه بښنه وغواړي، او ورته ووايي چې هرکلی مو نشو کولی!.

  له وروسته د هند د علماوو ټولنې په دې اړه یو توضیحي بیان خپور کړ، چې د سعودي پلاوي د نه هر کلي لامل یې پکې ښودلی و، هغه دا چې سعودي حکومت اخوان المسلمین او حماس ترهګرې ډلې وګڼلې. بیان وايي چې د دار العلوم ادارې دغه ګام د خپل ( دیني، ټولنیز او اصلاحي مسولیت ) پر بنسټ پورته کړ، او څرګنده یې کړه چې د اخوان المسلمین تنظیم یو نړیوال اسلامي اصلاحي تحریک دی، او حماس هغه تحریک دی چې د صهیوني نظام په وړاندې مبارزه کوي، او د سعودي دغه اعلان یو ظالم اعلان دی، بلکې هغو قوانینو ته ورته دی کوم چې په هند کې د مسلمانانو پر ضد عملي کېږي.
http://arabiansword.wordpress.com/2014/03/17/%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%81%D9%83%D8% 

  دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي نړۍ یوه ډله حقاني علمای کرام د سعودي حکومت هغه ناوړه او غیر اسلامي دريځ غندي، کوم یې چې په ځانګړي ډول د مصر د مسلمانانو پر ضد نیولی، کله چې تېر کال د مصر پوځ په مصر کې د مسلمانانو قانوني او د دوی ددیموکراسۍ له لارې راغلی حکومت ړنګ کړ، په زرهاوو ښځې، ماشومان او بوډاګان یې په مخامخ ډزو په وحشتناک ډول شهیدان کړل، د سعودي حکومت د مصر د پوځ تر شا کلک ودرېد، په ملیاردونو ډالر یې ور کړل. په همدې وخت کې د سعودي عربستان ۵۶ وتلیو علمای کرامو د یو پرېکړه لیک په ترڅ کې د سعودي حکومت دغه دريځ وغندلو. او هغه یې د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف وګڼلو.

  سعودي حکومت یوازې په دې بسنه ونه کړه، بلکې څه وخت مخکې یې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د اخوان المسلمین نړیوال تنظیم او له بیت المقدس نه دفاع کوونکی د حماس تنظیم په ترهګرو تنظیمونو کې شامل کړل! او بیا یې له خپل دریځ نه ددفاع لپاره د اسلامي نړۍ ګڼو هېوادونو ته د پلاویو په استولو پیل وکړ، تر څو خپل ظالم دريځ پیاوړی کړي، او مسلمانانو  ته وښيي چې دوی په حقه دي، مګر مسلمانان الحمد لله په حقیقت پوهېږي، له همدې وجې دا دي د اسلامي نړۍ یوې بلې پیاوړې ډلې علمای کرامو خپل دیني اجتماعي او اصلاحي مسولیت لکه دوی چې ویلي ادا کړ. د سعودي حکومت پلاوی یې ونه منلو. بلکې د هغوی دغه دريځ یې له ظالم سختي دريځي هندو ناریندار مودي نه هم ظالم وګڼلو!

 ویل کېږي چې د سعودي حکومت ځکه دا ډول ګامونه اخلي، چې څه وخت وروسته اوباما سعودي ته په یو سفر راتلونکی دی، سعودي حکومت غواړي په دې توګه هغوی ته وښيي چې مونږ ستاسو مخلصین یو، په هېڅ ډول نه پرېږدو چې په اسلامي نړۍ کې اسلامي حکومت را منځ ته شي، کوم چې مونږ او تاسو دواړو ته سر خوږی جوړوي.

او امریکا دا ډول کارونه خپله ځکه نه شي کولی چې ولس یې ورته را پورته کېږي، دوی هر وخت د دیموکراسۍ او آزادۍ چيغې وهي، اوس چې پوه شول چې دا دي مسلمانان د همدوی د دیموکراسۍ له لارې واک ته رسېږي! که یې خپله مخه نیسي، ولس یې نه ور سره مني، او که یې مخه نه نیسي، مسلمانان واک ته رسي، نو ښه لار یې دا ده چې راشه مسلمانان خپله په مسلمانانو وټکوه! تر څو هم خپل هدف ته ورسېږو،او هم له بدنامۍ نه ځان وساتو. او بر عکس مسلمانان به په خپلو لاسونو ټکول شوي هم وي او بدنام شوي به هم وي!

 ددې لپاره چې له یوې خوا د کفارو د ناولیو دسیسو مخه نیول شوې وي، او له بلې خوا مسلمانان یو د بل له ټکولو، او له لوی تاریخي شرم نه ژغورل شوي وي، لازمه ده چې ټول مسلمانان، په ځانګړي ډول علمای کرام د سعودي او هند د حقاني علمای کرامو په پلونو پل کېږدي، او په دې اړه خپل وجداني، ایماني، او انساني مسولیت ادا کړي.

زلمی هېواد وال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x