muhabbat heart1

محبت / وحید مثبت

الله جل جلاله د ټولو کایناتو او مختلفو څیزونو په منځ کي یو مقناطسیت پیداکړی دی .
که دغه مقناطسیت د غیر حیه موجوداتو په منځ  کي وي نو ورته کشش ویل کیږي  او که دحیه او ژوندي موجوداتو په منځ کي وي  نو ورته میلان ویل کیږي  او کله چې دا  میلان زیات شي نو ورته محبت ویل کيږي .
 د محبت لفظ د حَبَّة ٌ څخه مشتق دی چي معنی يي دانه یا غله ده ، څرګنده ده چې کله یوه غله په ځمکه کي کیښودل شي ، اوبه ورته ورسیږي اولمر يي په خپلو وړانګو ونازوي نو به يي ښایسته او خوندوره میوه پر مخ راڅنګده شي  ،

همدارنګه که د محبت دانه د زړه پر ځمکه وکرل شي نو احوال او کیفیات به يې د هم هغه داني په ډول شي .

د نفسیاتو عالمان او پوهان پر دي متفق دي چې د لفظ په اعتبار دزړه جذب د یو مرغوب شي خواته عبارت له محبت څخه دی  .

امام غزالي رحمة الله علیه د محبت تعریف په لاندي ډول کړی :

محبت د طبیعت میلان دی د یو داسی شي په طرف له کومه چې خوند حاصلیږي .

د ملامحمود قاشاني په الفاظو کي د محبت تعریف داسي څرنګیږي

دباطن د میلان لپاره د جمال مطالعې ته محبت ویل کیږي .

حضرت سید محمدذوقي شاه صاحب په خپل کتاب ((سردلبران)) کي لیکلي

محبت یو مقناطیسيت اوکشش دی له یوه څخه بل ته یعني په یو چا کې د حسن او جمال یو داسي  څه ولیدل شي چي طبیعت ورته میلان پیدا کړي  ، په زړه کي د هغه شوق ، رغبت ، طلب او تمنا ، د خپل محبوب خیال او فکر د شپې او ورځي  ،  په فراق او جدايي کي ورته تکلیف او په غوښتنه کي يې له هر څه تېریدل ، په وصال يې نه اوبه کیدل ، په خیال کي يې خپل خیال ، په خوښۍ کي يې خپله خوښي او په هستۍ کي يې خپله هستي  هیرول  اوداسي نور دا ټول د محبت وړانګې او جلوې دي .

ځیني  محققین په دي اند دي چي د محبت تعریف ناشونی دی او یواځي له وجدان څخه يي درک کولای شو.

محبت یوه جذبه ده او د جذبي درک له ذوق او وجدان څخه کیږي نه له عقله .

خواجه یحی معاذ رازي رحمة الله علیه ویلي

المحبة حالة لا یعبر عنها مقالة

محبت یو داسي حال دی چي تعبیر يې له الفاظو څخه نه شي کیدای .

د محبت په اړه مودلته دیو څو شیخانو ویناوي سره یو ځای کړي  .

۱:له حضرت شیخ ابوبکر شبلي رحمة الله علیه څخه پوښتنه وشوه چي محبت څه ته ویل کیږي ؟

په جواب کي يي شبلي رحمة الله علیه وویل چې محبت یوه پیاله د اور ده چي ځلیږي او کله چي په حواسو کي پاته شي او په نفسونو کي قیام وکړي  نو خرابي او فنا رامنځ ته کوي  یعني ټول وجود محوه کوي  او محبت له زړه پرته نور ټول  څیزونه محوه او خرابوي .

۲: حضرت خواجه بایزید بسطامي رحمة الله علیه د محبت تعرف داسي کړی  .

المحبة استقلال الکثیر منک و استکثار القلیل من حبیبک

یعني محبت دادی چې خپل ډیرڅه ته لږ او د محبوب لږو ته  ډیر څه ووایي .

۳: سید الطایفه حضرت جنید بغدادي رحمة الله علیه وايي

محبت دادی چې د محب ټول صفات محوه شي  او دمحبوب  صفات پکښي راشي .

۴: حضرت شیخ عبدالقادر جیلاني رحمة الله علیه فرمایي :

المحبة حجاب بین المحب والمحبوب

فاذافنی المحب عن المحبة وصل بالمحبوب

محبت د محب او محبوب په منځ کي یوه پرده او حجاب دی کله چي محب له محبت فنا شي نوله محبوب سره وصل کیږي .

د یوه عارف قول دی چې حب د دوو حرفونو مرکب دی ((ح))او ((ب)) ، ((ح)) اشاره ده روح ته او ((ب)) اشاره ده بدن ته ، هر څوک چې په محبت کي قدم کښیږدي نو روح او بدن  به یي د قربانۍډګرته داخل شي.

۵: دحضرت حسین ابن منصور حلاج رحمة الله علیه  وینا ده

حقیقة المحبة قیامک مع محبوب بخلع او صافک

د محبت حقیقت دا دی چې خپل او صاف پریږدې او د محبوب سره په ذات کي قیام وکړې .

۶:حضرت   عبدالله قرشي رحمة الله علیه وايي :

حقیقة المحبة ان تهب کلک لمن احببت ولا تبقی لک شئی

یعني محبت دادی چې خپل هر څه محبوب ته وسپارې او د ځان لپاره هیڅ هم پرې نږدي .

 ښه مثال يي د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کي يي له خپل مال او سر نه سپما نه کوله او د دده صلی الله علیه وسلم په حضور او خدمت کې يې د هر څه قربانۍ ته ځان تیار کړی وو .

۷:حضرت ابو علي رود باري رحمة الله علیه د محبت په باره کي داسي ویلي :

مالم تخرج من کلیتک لم تدخل فی حد المحبة

ترڅو چې بي اختیاره نه شې د خپل ځان په اړه تر هغو په محبت کي نه سې داخلیدای .

۸:حضرت رویم رحمة الله علیه د محبت تعریف داسي کړی :

الموافقة فی جمیع الاحوال یعنی موافقة الحبیب المشهدو المغیب

 محبت دي ته ویل کیږي چې په هرحال کي ته له محبوب سره تړلی يې که حاضر وي که غائب .

۹:د یو شاعر قول دی :

ولو یقل لی مت مت سمعأ و طاعة

وقلت لداعی الموت اهلأ و مرحبا

 که ماته وویل شي ((د محبوب له لوري )) چې مړ شه مړ به شم او د مرګ داعي ته به ښه راغلاست ووایم .

۱۰:  حضرت شبلي رحمة الله علیه د لیوني په تور بندي شو ، ځیني وګړي د شبلي رحمة الله علیه د ملاقات او لیدو لپاره زندان ته ورغله ، شبلي رحمة الله علیه له دوی څخه پوښتنه وکړه چې ((من انتم )) یعني څوک یاست ؟ دوی ورته وویل ((احبائک)) یعني ستا دوستان او محبوبین یوددي خبري په اوریدو سره  شبلي رحمة الله علیه پر دوی باندي د ډبرو وارونه شروع کړل ، خلګ ترې په تیښته او ځغاسته شوه نو شبلي رحمة الله علیه ورته وویل ((لوکنتم احبائی ما فررتم من بلائی)) یعني که تاسي زما دوستان وای نو زماله بلا به نه تښتیدای .

د پورته ټولو تعریفونو لنډیز د حضرت شبلي رحمة الله علیه په دي بیت کي خلص په نظر راتلای شي

المحبة ایثار مایحب المحبوب و ان کرهت

و کراهة ما یکره المحبوب و ان احببت

محبت د هغه څه ښه ګڼل دي چې محبوب يي ښه ګڼي سره له دي چې ستا به ترې بد راځي

او بد ګڼل دي د هغه څه چې ستا محبوب يي بد ګني که څه هم ستا له هغه څخه ښه راځي.

په پای کې شاعر د محبت په اړه داسي وايي :

شربت الحب کاسأ بعد کاس

فمانفدالشراب و ما رویت

ما د محبت شراب یوه له بلې پیالې وروسته و څښله خو نه شراب خلاص شول او نه زما تنده ماته شوه .

ژباړه : وحید مثبت

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عيدمحمد مموزى
میلمه
عيدمحمد مموزى

ديره خوندوره ژباره مو كري ده ، الله د اجرونه دركري او موژ تول د الله تعالى پخپله الهي مينه كي فنا كري.