
نړیوال کلتوري نندارتون:افغانستان یو ځل بیا لومړی مقام وګاټه
نن ټکی آسیا: افغانستان یو ځل بیا په نړیوال کلتوري نندارتون کې لومړی مقام وګاټه. دغه نندارتون چې ۲۶ هېوادونو په کې برخه درلودله د نړیوال اسلامي پوهنتون په انګړ کې جوړ شوی و.
په نړیوال اسلامي پوهنتون کې هر کال کلتوري نندارتون ترسره کیږي چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اتباع په کې د خپل کلتور بېلګې نندارې ته وړاندې کوي.
کلتوري نندارتون تېره اونۍ د پاکستان د اوقافو او دیني چارو وزیر او د پوهنتون د مشرانو لخوا افتتاح شو او نن / جمعه د مارچ ۲۸مه/ يې پایلې اعلان شوې.
افغانانو همدا راز د حفظ، حدیث، تقریر او ترانو میدان هم له نورو وګټلو. تقریبا ۲۴ نورې دیني او سپورتي مسابقې يې هم وګټلې.
یاد ه دې وي چې تېر کال هم افغانانو د ۲۶ هېوادنو تر منځ لومړی مقام وګاټه او هم يې شاوخوا ۳۲ نورې مسابقې وګټلې.
په نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغانان د «د افغان محصلینو اتحاديه» په نوم اتحادیه لري چې بې پرې، بې پلوې، ملي او اسلامي ټولنه ده. د اتحاديې رئیس اوسمهال ښاغلی محب الرحمن کاموي دی او مرستیال يې مجیب الرحمن جیلاني دی.