افغانستان

طالبان وایی په مسجد کې واقعي مجاهدین «چاودنې» نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): طالبانو په مساجدو کې وروستی چاودنې «ډیرې دردونکي پيښې» بللي دي او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

د طالبانو پر ویب پاڼه الاماره په اونیزه تبصره کې ویل شوي چې په مساجدو کې چاودنې د «پټو او ښکاره دښمنانو یوه سنجول شوې دسیسه» ده، تر څو په افغانستان کې «مذهبي جګړه پيل او د اشغال پر ضد د جګړې څخه د ولس توجه بلې خواته واړوي».

طالبانو په خپله اونیزه تبصره کې ویلي چې دا ټولې هڅې د «جهادي بهیر د بدنامولو لپاره یوه کرغیړنه هڅه ده او واقعي مجاهدین ورځینې مبرأ دي».

د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندي په کابل کې د شیعه ګانو پر یوه تکیه خانه چاودنه وشوه چې له امله یې د وروستیو شمېرو له مخې ۵۶ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

په همدې ورځو کې د غور ولایت څخه هم راپورونه ورکړل شول چې په یوه مسجد کې چاودنې د یوه پخواني قومندان په ګډون په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

او زیاته کړې یې ده: «موږ د کابل ادارې چارواکو ته وایو، چې له خپل ولس سره د پردیو په وسلو او مټ جګړه کومه قهرماني ده چې تاسې یې ټټر وهئ او بیا پکې ناکام هم یاست؟ ظاهرأ د سولې چیغې وهئ لاکن عملأ د جګړې عوامل رامنځته کوئ. که واقعأ سوله غواړئ؛ نو ضروري ده چې لومړی هغه عوامل له منځه یوسئ، چې زموږ د هیواد امن یې له منځه وړی او هغه تاسې ته ښه معلوم دي. که بیا هم خپله بقا د امریکې په نوې ستراتیژي او د هغوی په شتون کې وینئ او د اشغال د دوام لپاره پلمې لټوئ؛ نو په هیواد کې د جګړې او د هغې د ناوړه عواقبو پړه ستاسې په غاړه ده، نه د ولس له قضاوت څخه تښتیدلی شئ او نه د تاریخ!».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x