ټکنالوژي

په لمریز نظام کې د عطارد سرعت !!!

مفتي احسان الله …

عطارد تر ټولو د زیات سرعت والا ستوری دی ، نو ځکه ورته په عربي کې عطارد واي ، او د سرعت لامل يې د لمر مدار ته د مدار قربت دی ، خو د لمریز نظام د اتو ستورو په منځ کې تر ټولو وړوکی ستوری دی ، او تر ټولو لمر ته قریب دی ، د جدید ساینس پوهانو په آند له لمره 29 درجې بعد لري ، او د قدیم ماهرینو په آند له لمره يې بعد له 27 درجونه کله هم نه زیاتیږي ، نو نتیجتا د لمر او عطارد په طلوع او غروب کې زیات له زیاته وقفه تر دوه ساعته هم کمه وي ، د عطارد مداري سرعت په یو ساعت کې 48 کم دی ، او د زمکي هغه په یو ساعت کې 30 کم دی ، نو ځکه مصنوعي سپږمکۍ سرعت به بيخي ډیر ورزیاتیږي ، چې عطارد ته قریبه سي .

د عطارد قطر 3031 میله دی ، حد رفتار يې تر ټولو ستورو زیات دی ، او مدار يې تر ټولو مدارو ډیر بیضوي دی ، له لمر نه يې بُعد اوسط 3 کروړ او شپېته لکه میله دی ، او بُعد ابعد يې 4 کروړه 35 لکه او بُعد اقرب يې 2 کروړه 85 لکه میله دی ، بُعد ابعد باندي يې رفتار 23 میله په یوه ثانیه کې دی ، او پر بعد اقرب يې 35 میله في ثانیه دی ، د عطارد مدار د زمکي له هغه نه اووه درجې انحراف لري .

عطارد غلاف جوي نه لري ، له زمکي نه يې کم تر کمه فاصله 5 کروړه 7 لکه او زیات له زیاته فاصله يې 12 کروړه 90 لکه میله ده ، د عطارد سطحه د زمکي دهغې  برخه ده ، عطارد د زهرا په رکم یو بې سپږمۍ ستوری دی ، پر خپل محور په 58.646 زمکني ورځو کې یو ځل را څرخي ، یعني یوه ورځ يې تقریبا زموږ د 58 ورځو سره برابره ده ، او د لمر شاوخوا په 87.969 زمکني ورځو کې یوه دوره پوره کوي ، یعني یو کال يې تقریبا زموږ د 87 روځو سره سم دی ، حاصل یې دا دي ، چې پر عطارد یوه ورځ د دریو کلو سره برابره ده .

عطارد کله ماښام او کله بیا سهار ښکاریږي ، ځکه عطارد د داخلي ستورو له جملې نه دی ، مدار يې زموږ او د لمر په مابین کې دی ، نو ځکه يې د شپې له خوا صرف په دوو وختو کې ليدل ممکن دي ، د غروب نه وروسته او د شروق نه مخته ، خو د شپې په منځ کې کله هم نه ښکاري ، ځکه په دغه وخت کې یوازي خارجي ستوري لیدلای سول .

فایده :

مشهور فلک پوه غالیلیو غالیلي اولنی کس و ، چې د ستورو د لیدلو لپاره يې دروبین وکاراوی ، خو په ټوله زندګي کې عطارد ونه لیدی ، ځکه چې ده د ستورو مشاهده له اورپا نه کوله ، او اروپا په ډیر عالي عرض باندي واقع ده ، له هغه ځایه د عطارد لیدل هم نادر دی ، البته له هغو ځایو چې خط استوا ته قریب وي ، لیدل يې اسان دی ، بالآخر په 1631 م کې د (بيير جاسيندي) فلک پوه په دوربین سره کشف سو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل ساحل

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته : محترم مفتي صاحب ،ډېره ښه لړۍ موپیل کړي ده ، خو په علم فلکیاتوکې زموږلپاره ترټولو ډیرمهم د لمانځه وختونه اودقبلې سمت معلومول ډیرمهم دي نوکه په دې اړه موښه معلومات نشرکړل ، ډیرخوندبه وکړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x