ټکنالوژي

ایا غواړئ نوم مو «مریخ» ته ولیږل شي- دلته یې ثبت کړئ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا فضايي اداره «ناسا» د راتلونکې کال ۲۰۱۸ په مئي میاشت کې مریخ ته یوه سپوږمکۍ/فضايي بیړۍ لیږي او اعلان یې کړی دی چې هر څوک غواړي په سپوږمکۍ کې يې نوم ثبت او مریخ ته ولیږل شي، ددوی په پاڼه کې دي ځان ثبت کړي.

ټاکل شوې چې مریخ ته د «انسایټ» (InSight) په نامه سپوږمکۍ (فضايي بیړۍ) د کالیفورنیا ایالت څخه د راتلونکي کال ۲۰۱۸ په مئي میاشت کې واستول شي او د همدې کال په نومبر میاشت کې به پر مریخ باندي ناسته وکړي.

باید وویل شي چې د ناسا د پروګرام له مخې په کال ۲۰۱۴ کې ۱.۳۸ ملیونه کسانو خپل نومونه ثبت کړي وه او د یوې فضايي بیړۍ په واسطه سره مریخ ته انتقال شول.

یادونه: یوازي د نومبر تر اولې نیټې وخت لرئ چې نوم ثبت کړئ (څلور ورځې).

د ناسا په ویب پاڼه کې د نوم ثبتونې طریقه ډېره اسانه ده، دا پاڼه خلاصه کړئ:

د ناسا ویب پاڼې ته ورشئ، دلته کلیک وکړئ.

په لومړی خانه کې خپل نوم، په دوهمه خانه کې د پلار نوم، په دریمه خانه کې د هیواد نوم، په څلورمه کی د پوسټ بکس نمبر (امریکا کې د اوسیدونکو لپاره حتمي دی). او په پنځمه خانه کې د ایمیل ادرس.

په پای کې (۶) خانه اختیاریږی تر څو د سپام مخه ونیول شي او بیا غټ ژیړ بټن وهل کیږي.

په دې توګه ستاسو نوم ثبت شو او مریخ ته به په یوه میموري کارډ کې انتقالیږی کوم چې به په فضايي بیړۍ کې ځای پر ځای شي.

یو وار چی څوک ځان ثبت کړي، هغه د ناسا په نورو بیړیو کې هم خپل په نامه باندي ورته مجازي سفرونه کولای شي.
ناسا د هر ګډونوال لپاره د پواینټونو پروګرام هم لري چې هر څومره زیات (مجازي) سفرونه یو چا مریخ ته کړی وی، هغومره پواینټونه به لري.

ښه سفر …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x