نظــر

ایرانی پلجرست ته څوک ځواب لري؟

له العربیة سره کارکوونکې ایرانۍ کامیلیا انتخابي-فرد چې یوه برجسته لیکواله هم ده پخپله مقاله کې په ډېرې خوښۍ څرګنده کړې چې ایران ته اوس ددې چانس شته چې اسرائیل سره جلا کړي. دا وایي چې په افغانستان کې چې کله یو شیعه ضد (طالبانو) حکومت مستقر وه نو ایران نږدې وه چې له افغانستان سره په جنګ کې د هغو نهو ایراني دیپلوماتانو (جاسوسانو) د قتل له امله کیوزي چې طالبانو په مزار کې ووژل. هغه نهه نفره دیپلوماتان نه بلکه جاسوسان ول چې له قومندان مسعود سره یې له نږدې همکاري کوله.

بلې غاړې ته له عراق سره چې نږدې دواړه ملکونه (عراق – ایران) پخپلو منځونو کې اته کاله وجنګېدل، ډېر زیات وګړي پکې مړه او ژوبل شول، وروسته یوه اوربند ته داخل شول چې اوس په عراق کې د صدام له پرځېدو وروسته یو شیعه اکثریت دولت رامنځته شوی دی چې د ایران د منافعو د خوندي کولو په خاطر په سیمه کې لویه ونډه لري.

لدې ښکاري چې ایران دداسې ملکونو له لوري احاطه شوی چې ټولو د ایران ضد پالیسي مخته بیوله. کامیلیا زیاتوي: خو له ښه مرغه جورج ډبلیو بوش په امریکا د تیري په مقابل کې د طالبانو نظام نسکور کړ، او ورپسې یې د صدام حسین نظام هم نسکور کړ چې دا د ایران لپاره ستره کامیابي ګڼل کېږي. لدې سره په خوا کې که دا د ایران لپاره یو بریالیتوب وه نو د اسرائیلو په خاطر تردې هم ستر بریالیتوب وه. ځکه چې د بوش اداره په امریکا کې له اسرائیلي لابي سره ډیرې نږدې اړیکې درلودې او نږدې ټول امریکایي محققین پدې نظر دي چې په عراق باندې د امریکا یرغل سل په سله ددغې لابي د زور او فشار له لارې ترسره شوی دی. د اسرائیلو ډار په منځني ختیځ کې له عراق څخه وه او پدغه سیمه کې یې یوازې د عراق غښتلی نظام د لارې خنډ وه چې هغه یې د امریکا له لارې له مخې لرې کړ.

او اوس چې امریکا له روسیې سره د کریمیا پر سر لانجه جوړه کړې دلته هم ایران ته ددې چانس شته چې خپل لوی دښمن اسرائیل ووېشي او له وضعې څخه پخپله ګټه نفعه پورته کړي. د اسرائیلو وېشل پدې معنا نه چې اسرائیل به دوه ټوټې شي. خو دا چې د اسرئیلو قدرت او زور به پدغه سیمه کې کمرنګه کړي د ایران لپاره لاسته راوړنه بلل کېږي. ایران به له روسیې څخه میزایل ضد دفاعي سیستم S300 ترلاسه کړي چې لاتراوسه یې د غرب له لوري په روسیې باندې د فشارونو له امله ندی ترلاسه کړی. پدغسې حالت کې ایران کولای شي چې په خلاص لاس په سوریه کې د بشار الاسد له رژیم سره مرسته وکړي.

ایران د مارچ په اوله خپل لومړی قسط کنګل سرمایه چې 450 میلیونه امریکایي ډالره کېدله ترلاسه کړه او د مارچ په اتمه خپل دریم قسط چې 550 میلیونه امریکایي ډالر کېدل ترلاسه کړل، همدارنګه ایران له غرب سره د خپل اتومي پروګرام په سر ډېر پرمختګ کړی دی چې په نږدې راتلونکي کې به یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږي.

سوال دا راپیدا کېږي چې امریکا ولې له اسرائیلو سره په موازي ډول په سیمه کې ایران ته هم فرصتونه برابروي څو یکه تاز واوسي؟

خو د میډیا په پرده او نړۍ والو ته د خپلې دښمنۍ جعلي او کاذب رنګ ښکاره کوي. پداسې حال کې چې امریکا او اسرائیل د ایران ستراتیژیکي دوستان دي؛ او کلني کیمیاوي او اسلحوي معاملات یې له اسرائیلو سره له 6 ملیارده ډالرو تجاوز کوي. پداسې حال کې څنګه ایرانی ولسمشر په افغانستان کې د افغانستان له سیاسي تربیون نه دا څرګندوي چې افغانستان بدبختانه دوه ځله اشغال شوی دی او دا یو مستعمره هېواد دی؟ له دوه ځله اشغال نه یې مطلب د شوروي یرغل او امریکایي یرغل دی. که څه هم په ښکاره یې ونه ویل چې امریکایي اشغال یادوي خو مطلب یې همدا دی ځکه چې وروسته له شوروي همدا امریکا ده چې په افغانستان یې تېری کړی.

 روحاني ته ورته څرګندونې احمدي نژاد هم کړې وې چې د ډېرو افغانانو د غوصې او پارېدنې سبب وګرځېدې. ایران افغانستان ته د یوه دوست هېواد په سترګه نه ګوري لکه کامیلیا چې یې یادونه کړې ده، بلکه افغانستان ته د یوه همېشني رقیب په سترګه ګوري او کوښښ کوي چې د خپلو عملاؤ له لارې دا هېواد همېشه تر خپل کنټرول لاندې ولري. د ایراني اولسمشر له شرارته ډکه وینا ددې ښه مثال ورکوي چې دوی نه غواړي په افغانستان کې یو باثباته او پر خپل ځان متکي دولت وویني او تحمل یې کړي. پداسې حال کې چې د دوستي مزي یې له امریکا او اسرائیلو سره د شیطاني مثلث په نامه یادیږي چې په انګلش کې ورته Evil Triangle وایي.

زه په افغانستان کې ایرانیو عملاؤ ته وایم چې هر وخت په ارګ دا نیوکې کوۍ چې نور د طالبانو په مقابل کې خپل موقف روښانه کړۍ، له طالبانو سره ښکاره دښمني اعلان کړۍ، او نور طالبانو ته ورونه ونه وایۍ…! دوی نن د ایراني اولسمشر خبرو ته څه ځواب لري؟ زه نه پوهېږم هغه خلک چې د پشتونیزم او هژمونیکي بحثونو یې خولې پړسولي او شپه ورځ لکه کرایي کبلیان د طلوع په سټوډیوګانو کې ناست وي، د حسن روحاني پلجرست خبرو ته به کوم اخلاقي ځواب ولري که نه؟ د افغانیت ځواب خو ځکه نشي ورکولی چې دوی ځانته افغانان نه وایي او پخپلو خولو نارې وهي چې افغانیت یوه مخصوص اتنیکي ګروپ ته خاص دی او د خراسان په ټولو مېشتو قومونو یې اطلاق ګناه او جرم دی.

لیکوال: عبد البصیر عتیق زی، کالم: امت، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x