نړۍ

سرچینه: د سعودي پاچا «سلمان بن عبدالعزیز» عصبي ناروغ دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د برتانیې «ډیلي میرر» ورځپاڼې په سعودي کې وروستیو لویو بدلونو ته په اشاره په یوه مفصل راپور کې ویلي چې ددغه هیواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز د عصبي تکلیف څخه کړیږي او یوازي په ورځ کې لږ ګړی په ځان پوهیږي چې شاوخوا یې څه روان دي.

ورځپاڼې د تیري ورځې په ګڼه کې وویل: « پاچا سلمان چې عمر یې ۸۱ کلونو ته رسیدلی دی، د یوې عصبي ناروغۍ څخه کړیږي، هغه په ورځ او شپه کې یوازي یو څو ساعته پوهیږي چې شاوخوا یې څه روان دي»، نور وخت بی حاله او په ځان نه پوهیږي.

ورځپاڼې زیاته کړې د نوموړي زوی محمد بن سلمان وتوانید چې پخوانی ولیعهد او خپل د کاکا زوی «محمد بن نایف» د ولیعهدۍ له منصبه لیري او خپل ځان پر دغه چوکۍ وګماري تر څو د پلار څخه په میراث پاچاهي ور پاته شي.

ډیلي میرر ویلي ۳۲ کلن محمد بن سلمان په اوسني حالت هم راضي نه دی، هغه غواړي چې ژر تر ژره د پلار پر عرش کښيني او د سعودي واک تر لاسه کړي.

سرچینې همداراز ویلي چې محمد بن سلمان اوس مهال د سعودي پر پټرولو پوره واک لري کوم چې د سعودي د شاهي کورنۍ لپاره د مال لاسته راوړلو مهمه او اساسي سرچینه ده.

باید وویل شي چې له ډېره وخته داسي ګنګوسي دي چې د سعودي اوسنی پاچا سلمان به په خپل ژوند کې زوی ته تر پاچاهي تیر شي خو ددغه کار لپاره د مناسب فرصت په انتظار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x