شعـــــرونه

غزل / منیب

رحمت الله منیب

ته خو نه یې ستا تصویــــر ته ژاړم ژاړم
ستــــا غمونـــو او ستا ویر ته ژاړم ژاړم

چې لېچــــو کې دي کړۍ کړۍ پرتې وې
هـــــرې برخې د ځنځیــــر ته ژاړم ژاړم

په ځولۍ کې یې پېغور د نېستي ور کړ
دغه خـــان هغه فقیـــــــــر ته ژاړم ژاړم

یاره ته ملامت نه وې خو ما ته کــــــړې
خپلې کړنې خپل ضمیــــر ته ژاړم ژاړم

له کتاب سره یې تیګه کې انځور کــــــړ
دې کمــــــــال د مصویــــر ته ژاړم ژاړم

چې پنــــا د خپل ملت کي یې بقــــا ده
دې باچــــــــا دغه وزیـــــر ته ژاړم ژاړم

چې پرون ور باندې لوی هوان را پرېوت
د دې ړنګې خوني تیــــــــر ته ژاړم ژاړم

چې له ونو یې هوسیو کـــــــډه وکــــړه
لــــوړو څوکو د پامیـــــــر ته ژاړم ژاړم

ما منیب نه یې سکــــــون د زړګي وړی
ستا خبرو ستا تقریـــــــــر ته ژاړم ژاړم

26/10/2017

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x