نظــر

هلئ اشرف غنی وتړئ

د ولسمشرۍ نوماندانو بیخی نخرې وکړې. څوک وایی نوم مې بیلدوزر دی د بیلدوزر غوندې کار به کوم او دا خاوره به ابادوم، څوک وایی د خلفاءالراشدینو په څېر اسلامی شریعت درته پلی کوم، څوک وایی مجاهدین به د ارګ حاکمان کړم، څوکوایی اقتصاد به د اسمان شنو ته ورسوم، خو اشرف غنی تېره ورځ په جلال اباد کې داسې په پرتو خوله خلاصه کړه، چې په نورو نوماندانو یې پښه واړوله. اشرف غنی د خپل كمپاین لپاره راټولو کړو وګړو ته د لوبالی ژمنو په کتار کې وویل “د جلال اباد خلكو ماته رایه راكړئ زه به له نوی ډیلی تر جلال اباده درته د ریل ګاډی پټلۍ

وغځوم او بیا به یې لدې ځایه نور افغانستان ته وغځوم”. داود د تعلیم له پلوه پوره رسېدلی او حافظ القران دی، خو اوس د ملی امنیت شکنجو لیونی کړی، بس ټوله ورځ داود دی او خندا. پرون مې ورته وویل: داوده اشرف غنی وایی له جلال اباده تر نوی ډیلی د ریل ګاډی پټلۍ غځوم. داود ماته وکتل، خپله ږیره یې وګروله او بیا له خندا شین شو. په ډوبه خندا کې یې ووې: “هغه لیونی دی”. په جلال اباد كې د اشرف غنی دا خبره كه له هر پلوه څېړو، نو په پایله کې اړیو، چې د داود خبره ومنو. ځکه له جغرافيايي پلوه د نوی ډیلی او د جلال اباد په منځ کې پاکستان پروت دی او پاکستان چې اوس د ځان لپاره کومه دیپلوماتیکی كړنلاره غوره کړې، نو د هغې له مخې د هندوستان په ښکاره او د افغانستان په پټه د هر ډول پرمختګ د مخنیوی هڅه کوی. پاکستان د افغان – هند په دیپلوماتیکی اړیکو هم وخت ناوخته اندېښنه ښودلې، ځکه پاکستان هندوستان د خپل سر دښمن ګڼی، نو کله به د پاکستان په سینه د هغوی د سر د دښمن کرښه افغانستان ته راپرېږدی؟ له امنیتی پلوه پاکستان اوس په بشپړه توګه نامنۍ په خپله غېږه کې نیولی. د پاکستان د طالبانو تر څنګ د القاعدې مجاهدین او ګڼې نورې نسبتا وړې ډلې شته چې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د متحدینو ګټې په نښه کوی، نو اشرف غنی چې د امریكا ډول ته دېرش کلن نڅاګر دی، نو یادې ډلې چې بمی چاودنې یې له ځمکې اوبه راباسی، هغوی به کله په قبایلی سیمو راغځېدونکې دده د وسپنې دوه سیخه کرښه بې چاودنې پرېږدی؟. کرزی تېر كال د بودیجې په اړه د رسنیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې څه  باندې شپږ ملیارده ډالره په نړیوال بانک کې لری، چې بحرانی حالت ته یې ساتلی. له نوی ډیلی تر جلال اباده او بیا له جلال اباده د هېواد نورو برخو ته د ریل ګاډی د لیکې غځول تقریبا له لس ملیارد ډالره زیات لګښت غواړی. کرزی چې په خپلو څلورو دورو کې کچکول په غاړه كړی و، هر چاته به یې خوله ورانه کړه او چندې به یې راټولولې، په ډېرو چندو یې ایله شپږ ملیارده بودیجه نړیوال بانك کې ځېرمه کړه. اشرف غنی به د ریل ګاډی ددې لیکې لپاره تر لس ملیارد  ډالره زیاته بودیجه په خپله یوه دوره کې له کومه کړی؟ او دا لسګونه نورو بې بندوباره ژمنو ته به بودیجه له کومې سوړې راوباسی؟ که اشرف غنی له خولې تېره ورځ په جلال اباد كې د ریل ګاډی د لیکې په اړه  پرتې ووتې، نو پرون یې په کندهار کې بله بابولاله هم ووې. د چا خبره په مړه ښامار یې چاړه ننویسته. په کندهار کې یې خپل کمپاین ته راټولو کړو وګړو ته وویل چې “د باګرام بندیان ما درته له زندانه ازاد کړل”. د باګرام بندیانو ته خو کرزی د خپل ځانګړی فرمان له مخې د دوسیو د څېړلو لپاره ځانګړی كمیسون جوړ کړ. اشرف غنی خو د ځانګړې کمیسون غړی هم نه و او بله دا څه وخت چې د باګرام د 88 بندیانو پر سره له امریکا سره د كرزی د ادارې ناندرې راپورته شوې، نو مونږ خو د اشرف غنی غږ کله هم وانه ورید چې د بندیانو د ازادۍ څخه دې دفاع یا یې د ازادۍ لپاره کومه منډه ترړه کړې وی.

 

 

سړی نه پوهېږی، چې ده ته دا د دویمه درجه مفكر لقب ولې او چا ورکړی؟ دی خو د لیونی په څېر دې ملت ته هم د لیونتوب ژمنې ورکوی.
اشرف غنی د ولسمشرۍ په هوس په بابولالو خوله وازه كړې او دېته یې پام ندی چې عاقلان خو لا څه آن دده د بابولالو په اورېدو د داود غوندې لیونی هم ورپورې خاندی او وایی چې “هغه لیونی دی”.
د جلال اباد خلک خو لیونی د میا علی بابا په زیارت کې تړی، نو باید د ریل ګاډی د کرښې د خندوونكې ژمنې په اورېدو یې په یو غږ په اشرف غنی پسې غږ كړی وای چې د میا علی صیب په زیارت کې “هلئ اشرف غنی وتړئ”.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x