غزل / عبدالباري جهاني

سوځمه لمبه سومه یارانو غزل نه راځي
ماته په ماتم کي نڅېدلو ته چل نه راځي

زه له تورو ورځو سپینو شپو ستومانه سوی یم
سل ځله رویبار مي ورلېږلی اجل نه راځي

نورو ته قسمت پر ګودرونو لار ایستلې ده
زما د ورکو لارو قافلې ته منزل نه راځي

ماته تر ګرېوانه مزل مه ښیه پوهېږمه
اوښکه سومه رغړمه بې پښو یمه پل نه راځي

ما له خپلي ژبي لکه شمع اور اخیستی دی
سوځمه ژړېږم د بل چا ژړول نه راځي

زما یې له ازله بې رنګي پر تندي کښلې ده
ماته د زمان په خُم کي ځان رنګول نه راځي

پرېږده وروستۍ شپه مي له مُغان سره سبا کړمه
شیخه ستا له څنګه د پیالې شرنګول نه راځي

ماته مي د زړه مطرب کرار په غوږ کي وویل
ستا پر دې غزل مي د نغمې ږغول نه راځي

ما له جهاني څخه یوه مینه زده کړې ده
بېله خپل جانانه مي بل چا ته ویل نه راځي

عبدالباري جهاني

۲۰۱۷- اکټوبر ۲۶ ویرجینیا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د