fbpx

د جُمعې د ورځې غسل او عطر لګول

دکتور کفایت الله وردګ

د جُمعې ورځ چې د اسلام له نظره مبارکه ورځ ده او د مسلمانانو د جمع کېدو ورځ ده پدې ورځ باندې د ځان پاکي او غسل هم سنت دي له حضرت ابی سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : الغُسْلُ يَوْمَ الجُمُعَةِ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ . صحیح البخاري

ترجمه : د جُمعې د ورځې غسل واجب دی په هر بالغ باندې .

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل عادت هم داسې وو چې د جُمعې د ورځې غسل به یې کاوه او ګڼ شمېر نور احادیث هم پدې اړه شته .
د جمعې په ورځ عطر لګول

عطر په اسلام کې په هر وخت کې محبوب شی دي لکن د جُمعې په ورځ عطر لګول غوره سنت دی د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِنَّ هَذَا يَوْمُ عِيدٍ، جَعَلَهُ اللَّهُ لِلْمُسْلِمِينَ، فَمَنْ جَاءَ إِلَى الْجُمُعَةِ فَلْيَغْتَسِلْ، وَإِنْ كَانَ طِيبٌ فَلْيَمَسَّ مِنْهُ، وَعَلَيْكُمْ بِالسِّوَاكِ. رواه ابن ماجه

ترجمه : دا د اختر ورځ ده الله جل جلاله د مسلمانانو لپاره ګرځولې ده نو څوک چې جُمعې ته راځي نو غسل د وکوي او که عطر وي نو هغه د ولګوي او په تاسې باندې د مسواک وهل دي .

د حضرت ابی سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : الْغُسْلُ يَوْمَ الْجُمُعَةِ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ، وَالسِّوَاكُ، وَأَنْ يَمَسَّ مِنَ الطِّيبِ مَا يَقْدِرُ عَلَيْهِ، وَلَوْ مِنْ طِيبِ أَهْلِهِ . رواه الامام احمد رحمه الله

ترجمه : د جمعې په ورځ غسل په هر بالغ باندې دی او مسواک وهل ، او دا چې عطر به وهي څومره یې چې په وس کې وي اګر که د کور واله عطر یې هم وي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د