د سپين کاروان پَل

راشد
۶ صفر ۱۴۳۹ه

بسم الله الرحمن الرحیم

کتاب:

د سپين کاروان سرلاري.. د قاري سعيد صاحب کتاب دی، ۵۲۲ مخونو کې پېیل شوی، او د اسلامي امارت د پنځوسو تنو مشرانو ژوند يې رانغښتی دی.. په تندي يې دسپين کاروان نوم په سپين، او سرلاري ورسره په سره رنګ رنګ شوي.. مطلب به يې داوي چې د دين او وطن د سپين ارمان د لارې سرښندونکي اتلان..

په نور مخ يې په واورينو غرونو کې روان کاروان دی.. په هر موټر سپين بيرغ رپيږي.. دا تصوير يې د جهاد د لارې زيږ او بارعبه ژوند، ورسره د افغانستان زړه هندوکش تصویروی..

دوه درې ورځې مخکې د موسی فرهاد صاحب ځای ته ورغلی وم.. د ده ورور دا کتاب را وښود.. ما هغلته ډېر ژر ژر تر پایه پورې اجمالا وکتلو.. په ملا مشر آخوند مې سترګې ولګيدې.. تر کوره ورسره ورسېدم.. چې ملا مشر پکې وو نو پوه شوم چې دا کتاب په ډېر زيار ليکل شوی.. او ليکوال يې یقینا لکه ملنګ کچکول په لاس پدې ټولو پسې ځان ستړی کړی دی… زه نور ستړی وم.. شپه ناوخته وه.. خپل ځای ته تللم.. خو اوس پدې کې وم چې کتاب په څه بهانه له ځان سره یوسم.. ما چې همدې ته خوله را غونډوله چې د فرهاد صاحب ورور راته اوويل: دا کتاب ستا دی..

سبا شپه چې کور ته راغلم نو کتاب مې را واخست.. تقريبا ټول مې وکتلو..

د کتاب خصوصیات:

دا خو د تاریخ کتاب وو.. تاريخي حيثیت يې بحث ته اړتيا نه لري.. خو ما پکې ډېر ځایونه داسې وليدل چې د پوهې تجربو، عدل زهد او سرښندنې ژوندي درسونه يې درلودل.. د کندهار والي ډاکټر عزام رحمة الله عليه .. ما يې د شهادت کيسه اورېدلې وه.. خو دلته مې ولوستل چې هغه يو ستر عابد او ورسره په جهادي تکتيکونو ماهر شخصیت هم وو.. ما به قاري صاحب احمد الله صرف د استخباراتو مشر ګڼلو خو دلته مې وليدل چې هغه د کورنيو چارو وزیر او ستر زاهد هم وو.. د کتاب په څو ځایونو کې مې بې اختیاره له سترګو اوښکې توييدې.. او تر اوسه چې هغه صحنې را یادوم نو زړه مې يوه معصومه څړيکه وکړي..

عجب رسمی بنا کردن، به خاک وخون غلتیدن
خدا رحمت کند این عاشقان پاک طینت را

قاري صاحب او د کتاب ټولو ليکوالانو ته دې رب په دنيا او آخرت پوره پوره اجرونه ورکي. آمین.