نړۍ

اوباما سعودي عربستان ته رسيدلی

نن ټکی اسيا: د امريکا ولسمشر باراک اوباما د يو ځانګړي سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته رسيدلی دی. راپورونه وايي چې، دغه ليده کاته د متحده ايالاتو او سعودي عربستان تر منځ د سياسي فضا د سوړوالي د له منځه وړلو په موخه تر سره کيږي.
ويل کيږي چې، اوباما له سعودي ټول واک شاه عبدالله او ځينو نورو مهمو چارواکو سره د سيمې او نړۍ په اړه خبرې اترې کړي دي. راپورونه وايي چې، سعودي عربستان په سيمه کې د ايران او شام اړوند د امريکا پر پاليسۍ نيوکې کړي او له همدې امله د سعودي او امريکا اړيکې له څو مياشتو راهيسې خړې پړې دي.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبريال وايي چې، د دواړو هيوادو اړيکې دومره ترينګلې دي، چې، کيدای شي د اوباما دغه سفر يې هم کمې نشي کړای.
د اوباما له کړنو داسې ښکاري چې، په سيمه کې د امريکا ګټې له سعودي عربستانه بيخي جلا دي. په دې اړه د سعودي عربستان بدليدونکې پاليسۍ دامريکا د ګټو پر وړاندې ستر خنډ دی.
له همدې امله کيدای شي اوباما تر خپل وسه کوښښ وکړي چې، د دواړو هيوادونو تر منځ د سياسي حرارت درجه راکمه کړي او په سيمه کې د امريکا او سعودي عربستان ګټې د يو بل سره په ټکر کې نشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x