افغانستان

په کابل کې پر استرالیايي مېلمستون د برید وروستی حال

نن ټکی آسیا: د کابل ښار په کارته سه سېمه کې پر د بهرنیانو پر مېلمستون او یوې کلیسا د طالبانو له لورې د مازیګر په څه باندې څلور بجې پيل شوې جګړه، له پنځه ساعته مقاومت وروسته ماخستن په نهو بجو پای ته رسېدلې.

د طالبانو ویاند وايي، په برید کې یې هغه بهرني مسیحي دعوتګر په نښه کړي،چې له کلونو-کلونو راهیسې يې افغانانو ته د عیسویت دعوت کاوه او تر دې مهاله یې په زرګونو افغانانو د اسلام له سپېڅلي دین نه اړولي هم ول.
ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د برید هدف له خورا زیاتې مودې راهیسې د دوی تر استخباراتي څار او تعقیب لاندې و، څو چې پرون د دوی د څلورو تنو سرتېرو مجاهدینو له لورې پرې برید پیل شو او پرله پسې پنځه ساعته یې مقاومت وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي: « بريد د ۴ تنو فدايي مجاهدینو لخوا ترسره شو، لومړی قهرمان فدايي مجاهد( محمدزمان دپکتيا اوسیدونکی) وتوانيد د موټر په وسیله چې له منفجره موادو نه ډک وو دکلیسا امنيتي کمربند دړي وړې کړي اوپه سپکو او درنو وسلو سمبال نورو فدايي مجاهدينو ته، کلیسا ته د ننوتو لاره هواره کړي.
۳ نور فدايي مجاهدین (ذبیح الله د میدان وردګو،محمد اسماعيل دلوګر او عبیدالله د کندزاوسیدونکي) دکليسا ودانۍ ته ننوتل اوپه کې ټول اوسیدونکي يې تر بریدونو لاندې ونيول.»
د خبرپاڼې په وینا، د برید په مهال دغې کلیسا ته د تازه بهرني او امریکايي لوړي پوړي چارواکي هم د کلیسا د فعالیت د ارزونې په موخه رسېدلي ول، چې هغوی هم تر برید لاندې راوستل شوي او وژل شوي.
طالبانو همداراز پر حکومتي چارواکو تور لګولی، چې د دوی د وروستیو بریدونو د جزییاتو د پټولو هڅه کوي او رسنیو ته یې د معلوماتو د نه ورکولو کلک دریځ خپل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x