دیني، سیرت او تاریخ

افغانستان ته اسلام څنګه راغی؟ (څلورمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په عراق کې مسلمانان او فارسیان په یوه لوی جنګ معرکة القادسیه کې سره مخامخ شول فارسیانو ماتې وخوړه او د هغوی مشر بادشاه په تېښته شو بیا له یوه ښار نه بل ښار ته تلو او مجاهدین ورپسې وو تردې چې د خراسان (اوسني افغانستان) خاورې ته را ورسېدل او مجاهدین هم ورپسې راغلل او پدې توګه یې د خپلو قربانیو په قیمت مونږ ته داسلام رڼا راوړه الله تعالی د دوی ته زمونږ له اړخه اجر ورکړي پدې لیکنه کې دا کیسه له معتمدو تاریخي کتابونو را اخلم او له ګرانو لوستونکو سره یې شریکوم په تېره برخه کې مونږ ولوستل چې حضرت عمر رضی الله عنه حضرت سعد رضی الله عنه ته لیک را لېږلی وو چې جلولاء ته د دولس زره کسانو یوه ډله د فارسیانو مقابلې ته ور ولېږه د هغې برخې په تعقیب …

حضرت هاشم بن عتبة رضی الله عنه د هجرت په ۱۶ کال د صفر په میاشت کې د حضرت سعد رضی الله عنه لخوا رخصت کړل شو هغه لاړو جلولاء نومي ځای یې محاصره کړو او هره ورځ به څه نا څه جنګ کېدو خو کامیابي د یو لوري هم نه وه هغوی تر ځان سخت او ډېر ژونر خندق تاو کړی وو چې د هغوی لوري ته ورختل ډېر سخت کار وو او د مسلمانانو د لښکر په مخه کې د مجاهدینو مشري د حضرت القعقاع بن عمرو په لاس کې وه د وړو وړو جنګونو نه وروسته داسې یوه ورځ راغله چې په هغه ورځ یې په فارسیانو باندې سخته حمله وکوله او سخت جنګ وشو ددې جنګ په نتیجه کې ځینې فارسیان دې خپل خندق ته وغورځېدل ددې لپاره چې دوی له خپل خندق څخه خپل لوري ته پورته شي دوی هر کوښښ وکولو لکن نشوای ختلی نو یې په یوه طرف کې لږ ځای را وران کړو او له هغه ځایه وختل دا صحنه د مجاهدینو تجربه ناک ، زړور قوماندان حضرت القعقاح رضی الله عنه یوه زرینه موقع و ګڼله او په فارسیانو یې هغه ډول حملې وکولې چې څومره یې په خپلو مجاهدینو کې زور لېدو او هغوی یې شا ته و تمبول او له هماغه لارې چې له خندق نه فارسیان ورباندې ختلي وو مسلمانان مجاهدین هم ورپسې وختل او د دوی تر مرکز پورې یې ځانونه ور ورسول او داسې جنګ وشو چې زمکه د فارسیانو په مړیو او د مسلمانانو په شهیدانو باندې و پوښل شوه او دا د هجرت د ۱۶ کال د ذی القعدې میاشت وه چې جلولاء دمسلمانانو په لاس فتح شوه او دلته مسلمانانو ته دومره غنیمت په لاس ورغلو لکه څومره چې تقریباً د فتح المدائن په وخت کې په لاس ورغلی وو مسلمانانو دلته مرکز جوړ کړو او ددې مجاهدینو عمومي امیر حضرت هاشم بن عتبة رضی الله عنه د لښکر د مخکنۍ برخې امیر حضرت القعقاح رحمه الله ته هدایت ورکړو چې دا پاتې فارسیان تعقیب کړه تردې چې مهران چې د همدې فارسیانو مشري یې کوله هغه یې هم را ګیر کړو او ویې واژه او حضرت القعقاع په مخکې تګ کې حلوان ته ورپسې ور ورسېدو خو کله چې یزدجرد په جلولاء کې د خپلو کسانو له ماتې خبر شوی وو هغه په حلوان کې له ښار څخه غرونو ته ختلی وو او په حلوان کې یې د خپلو جنګیالو یوه د آس سپرو ډله د جنګ لپاره د خسرو شنوم تر قومانده لاندې پریښې وه حضرت القعقاع رحمه الله چې په جهادی او فاتحی جذبه مست وو خسرو او د هغه ملګرو یې مخه ونشوای نیولی او هغوی ته یې هم ماتې ورکړه او حلوان یې فتح کړو (حلوان د اوسني ایران په غرب کې د کرمان شاه سره نېږدې ځای دی) .
یزدجرد بیا د حلوان نه الری نومي ځای ته لاړو په ری کې یو څه وخت پاتې شو ځکه حضرت عمر رضی الله عنه احتیاط کاوه او د فارسیانو په زمکه به چې مخکې تلو نو ورسته لدې به یې د مخکې تلو اقدام کاوه چې فتح شوې زمکه به یې ښه تصفیه او اداره کړې وه او پدې وخت کې چې د هجرت ۱۷ کال وو ځینو مجاهدینو چې په سر کې یې حضرت احنف بن قیس رحمه الله وو حضرت عمر رضی الله عنه ته مشوره ورکړه چې کسری (یزدجرد) د مسلمانانو سره له جنګ څخه نه ستړی کیږی او نه کیني او ترڅو چې هغه ژوندی وي هغه به کوښښ کوي چې په ځان باندې څه کسان را ټول کړي او کوښښ وکوي چې له مسلمانانو سره جنګ وکوي باید په هغه پسې الری سیمې ته هم مجاهدین ورشي نو حضرت عمر رضی الله عنه الری ته په یزدجرد پسې یوه ډله مجاهدین د حضرت نعیم بن مقرن رحمه الله په مشری ور ولېږلو کله چې حضرت نعیم بن مقرن رحمه الله الری ته ور نېږدې شو هغه ورڅخه په څه ځایونو باندې تاو را تاو شو په مختلفو ښارونو کې یې د ځان د پټولو او د ځان لپاره د امن د ځای پیدا کولو کوښښ وکولو خو بالآخره ورڅخه خراسان ته را و تښتېد .

خراسان

په خراسان کې د اوسني ایران څه برخه ، د ترکمنستان څه برخه او افغانستان مکمل او د اوسني پاکستان څه برخه او څه نور ځایونه وو د خرا سان په اړه ځینې د تاریخ علماء فرمایي چې دا د حضرت نوح علیه السلام لمسی وو خراسان بن عالم بن سام بن نوح علیه السلام دا د هغه په نوم دی او پدې اړه نورې رایې هم شته .

یزدجرد په مرو الشاهجان کې

کله چې یزدجرد خراسان ته راغلو دلته د مرو په نوم ښار چې اوس د ترکمنستان په غربي برخه کې دی او ددې امله چې یو بل مرو هم شته نو دېته مرو الشاهجان او هغه ته مرو الروذ ویل کیږي نو یزدجرد دغې مرو الشاهجان ته راغلو او دلته یې واړول او لدې ځای څخه یې ټولو د شاوخوا ملکونو بادشاهانو ته خطونه ولېږل ، د مسلمانانو له خطر نه یې خبر کړل او د هغوی په مقابل کې یې جنګ ته او دده مرستې ته وهڅول له خلکو یې غوښتل چې دده مرسته وکوي ترڅو دی له مسلمانانو سره جنګ وکوي .

پدې وخت کې مجاهدین په دوو جبهو کې جنګېدل چې یوه جبهه په هغه وخت کې د دولت فارسي په شمال کې په جنګونو بوخت وو چې هغوی په ښه توګه مخ په وړاندې روان وو جرجان او طبرستان علاقې یې فتح کړې وې او د فتوحاتو سرحد یې بلاد الترک ته رسولی وو .

بله جبهه همدا وه چې د قادسیې له جګړې وروسته یې په فارسیانو پسې را اخیستې وه او یزدجرد مخکې او دوی ورپسې وو تردې چې یزدجرد ورڅخه راغلو او په مرو الشاهجان کی پاتې شو چې اوس دا ځای د ترکمنستان هېواد په برخه کې د ی هغه مجاهدین په ده پسې دلته رانغلل ځکه د هغوی تعداد له سره هم دومره ډېر نه وو چې دا ټول فتح شوي ځایونه هم وساتي او په دوی پسې هم راشي نوي فتوحات هم وکوي ددې امله یزدجرد فکر وکاوه چې په مرو الشاهجان کې به دی نور په امن وي او لدې ځایه به بېرته فعالیتونه شروع کړي او شاوخوا نور خلک به په ځان را ټول کړي او بېرته به د مسلمانانو په خلاف یوه جبهه جوړه کړي او جنګ به شروع کړي او دده په ګومان چې پدې به وتوانیږي چې له لاسه تللې علاقې به بېرته له مسلمانانو څخه ونیسی لکن دده دا خوب پوره نه شو د حضرت عمر رضی الله عنه په مجلس کې خبره وشوه چې یزدجرد اوس به خراسان کې دی او له هغه ځایه د مسلمانانو په ضد باندې تبلیغات کوي او خلک د مسلمانانو سره جنګ ته هڅوي باید مسلمانان د خپلو فتوحاتو لړۍ خراسان ته هم ورسوي دا مشوره حضرت عمر رضی الله عنه ته په مجلس کې حضرت احنف بن قیس رحمه الله ورکړه .

حضرت احنف بن قیس رحمه الله (د خراسان فاتح)

خپل نوم یې ضحاک او یا صخر وو د بني تمیم د قبیلې له مشرانو څخه وو ، د بصرې اوسېدونکی وو او په احنف بن قیس باندې یې شهرت درلود دا مبارک ، هوښیار، مخلص ، زیرک او تکړه سړی وو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې په اسلام مشرف شوی وو لکن د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملاقات باندې مشرف شوی نه وو ترڅو چې دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضرېدلو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شوی وو لکن د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې یې په خپله علاقه کې خلکو ته د اسلام دعوت شروع کړی وو او د دده په هڅو ډېرو خلکو اسلام قبول کړی وو کله چې د اسلام لپاره دده د کوښښونو خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دده په غیاب کې دده لپاره دعاء کړې وه چې اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِلأَحْنَفِ بْنِ قَيْسٍ (اې الله تعالی احنف بن قیس ته بښنه وکوه) .

حضرت عمر رضی الله عنه دده په اړه فرمایی : هغه مؤمن دی د عالمې ژبې خاوند دی .

حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایي : ما د قوم په مشرانو کې تر ده غوره کس نه دی لیدلی .

کله چې دی د حضرت عمر رضی الله عنه سره مخامخ شو هغه مبارک ددې لپاره چې دده په اړه ښه پوه شي تر ډېره وخته پورې تر خپل نظر لاندې و ساتلو او دده کړه وړه به یې څارل خو ورته ښکاره شوه چې د ښې تقوی ، ښه ذکاوت او ټینګ ایمان خاوند دی کله چې خراسان ته د مجاهدینو د ډلې د را لېږلو ضرورت شو نو دی مبارک یې بصرې ته ولېږلو او هلته مسلمان امیر حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنه ته یې ولیکل چې احنف بن قیس رحمه الله مې تاته در ولېږلو د مجاهدینو ډله ورسره کړه او په هغوی یې امیر کړه او خراسان ته یې ولېږه دا وخت د هجرت ۱۹ کال وو لکن په نورو ځایونو کې مجاهدین په فتوحاتو او جنګونو باندې مصروف وو تردې چې حضرت احنف بن قیس د خراسان په لور حرکت کولو ته تیارېدو د هجرت ۲۱ کال شو او د ۲۱ هجري آخر وو چې حضرت احنف بن قیس رحمه الله د مجاهدینو له ډلې سره د خراسان په لور له بصرې نه حرکت را وکولو د اوسني وخت ایران او هغه وخت فاریس په زمکو باندې را تېر شو او د اوسني افغانستان د هرات ښار ته را ورسېدو او دا د خراسان برخه وه او له پخوا نه په فرهنګی ، ادبی او مهم ښار باندې شهرت لري فارسیان لدې ښار نه دفاع کولو ته تیار شول او جنګ ته ور ووتل حضرت احنف بن قیس رحمه الله په هرات باندې حمله وکوله او له ښه کافی سخت جنګ نه وروسته یې د هرات ښار فتح کړو په هرات ښار باندې تر قبضې وروسته یې په شاو خوا کې د مجاهدینو ډلې ولېږلې ترڅو ځان یقیني کړي چې په علاقه کې نور د مزاحمت شبه نشته او علاقه په مکمله توګه فتحه شوې ده او که له مجاهدینو سره به څوک جنګېدل نو هغوی ته به یې ماتې ورکوله .

نور بیا ان شاء الله

مراجع :
تاریخ الطبری
البدایة و النهایة
التاریخ الاسلامي
ویکپيډیا پوهنغونډ
قصة الاسلام دکتور راغب سرهانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x