د نن سرلیکنه

کابل د انتخاباتي کمپاینونومرکز که د پوځي مقابلې ډګر؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله:پرون ورځ یوځلې بیا کابل ښار د یوې سختې خونړې حملې شاهدوه .
د دغې حملې هدف د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د روټس اف پيس (Roots of Peace) بهرنۍ موسسې میلمستون وه.

که څه هم چې د طالبانو له خبرونو سره د رسنیو د پریکړون له کبله د رسنیو له لوري د برید د تلفاتو په اړه تفصیلي جزئیات نه دې خپاره شوي خو د برید زماني او مکاني اهمیت ته په کتوسره داسې ښکاري چې د کابل په ښارکې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو په نسبت ډیر فعال او جګړه ییز ابتکار هم د دوی لاس ته لویدلی دی؛ ځکه له تیرې یوې اونۍ راهیسې دا د طالبانو دریم برید دی چې د کابل په ډیرو حساسو سیموکې یې د بهرنیانو او انتخاباتي کار کوونکو پرخلاف ترسره کیږي. سره له دې چې د کابل په شمول په ټول افغانستان کې امنیتي قواوې د فوق العاده احضاراتو په حال کې دی خو بیاهم هغوی تر اوسه په دې نه دې توانیدلی چې پردغسې مهمو نقاطوباندې د طالب وسله والو د پلان شویو بریدونو پروخت مخنیوی وکړي.
امنیتي ځواکونه یواځې هغه وخت په مقابل غبرګون لاس پوری کوي چې کله تر برید لاندې راشي.
په دغسي حساس وخت او د لومړي نمبر احضاراتو پرمهال دکابل غوندې په مهم ښارکې په یوه اونۍ کې په پرلپسې ډول د دریو بریدونو تر سره کیدل له عسکري او امنیتي پلوه د طالب وسله والو په پوره قوت ، پوځي مهارت او تکتیکي نوښت باندې دلالت کوي؛ ځکه هغوی د دولتي او بهرنيو اهدافو له منځه دخپلو بریدونو د پلي کولو لپاره داسې حساس نقاط په نښه کوي چې هغه هم له نظامي او هم له اعلامي پلوه خبرساز اهمیت لري.
د ارګ په خوله کې د سرینا خوندي هوټل، په دارالامان کې د ټولټاکنو ولایتي دفتر اوپه شپږمه ناحیه کې دبهرنیو سفارتونو په ګاوند کې د غټ شمیر بهرنیانو میلمستون ټول مهم اهداف دی چې هغوی په نښه کړي .
په ټولو دغو په نښه شویو اهدافوکې طالبانو هم وژونکې وسلې او هم چاودیدونکي توکي کارولي چې په آساني سره د هغوی برابرول او دبرید تر مهمې نقطې پوري د هغو رسول اسانه کار نه دی .
طالبانو وکړای شول چې په خپلو دغو نوعي بریدونوسره په کابل ښارکې دبهرنیانو اوداخلي ځواکونو ټول امنیتي ترتیبات وننګوي او یوشمیر بهرني انتخاباتي څارونکي اړباسي چې د ځان دخوندیتوب په غرض له کابله پښې سپکې کړې.
په افغانستان په تیره کابل ښارکې د لس ګونوزره بهرنیو او سل ګونوزره داخلي سرتیرو له موجودیت سره سره له کابل څخه د بهرنیو څارونکو وتل د دغو ټولو ځواکونو دناتواني تر ټولو ژوندې بیلګه ده چې باید هغوی پري اعتراف وکړي .
په کابل ښارکې د طالبانو له وروستیو بریدونو او د خارجي او داخلي ځواکونو له غبرګون څخه داسې ښکاري چې دا ښار د انتخاباتي کمپاینونو پرځای د پوځي جګړې په ډګر بدل شوی ، دا به په راتلونکي کې ولیدل شي چې په دې جګړه کې د بریا پله د چاپر لور درنیږي؟

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x