نظــر

ولې دیني عالمان بد یادیږي؟؟

ابو یاسر افغان

له کله نه چې امریکایان دلته رانازل شوي، غربي ډیموکراسي پلي شوی، نو اسلام دښمنو کړیو تر ټولو زیاته توجۀ د اسلام، اسلامي کلتور، اسلامي ښوونیزو مرکزونو او دیني شخصیتونو بدنامولو ته اړولی ده، د اسلامي حدودو، اسلامي نظام، اسلامي تګلارې او دیني علماؤ د بدنامولو تر شا پټ او ستر یهودي شیطاني اهداف قرار لري، غربیان او لاسپوڅي یې په دې پوهيږي چې تر څو دوه شیان په اسلامي ټولنو کې موجود وي او احترام ورته کېږي، نو موږ خپلو اهدافو ته نه شو رسیدای، یو یې دیني عالمان او بل دیني مرکزونه(چېرته چې د قرآن کریم او احادیثو ښودنه کېږي) دي، همدې خبرې ته په کتو غربیانو د اسلامي علومو، اسلامي نومونو، اسلامي تاریخ، اسلامي فکر او په ټوله کې د ټول اسلام او د اسلام اړونده مفاهیمو د بدنامولو یوه لویه پروسه پېل کړې چې موږ او تاسو په تېرو شپاړسو کالو کې د غربي او شرقي کفارو د دغه شوم عمل شاهدان پاتې شوي یو.

له یوې خوا مو پر هېواد یرغل شوی او له بلې خوا مو د غربي مطبوعاتو لۀ خوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول دیني ارزښتونه ننګول کېږي، موږ او تاسو په نوره نړۍ کې په عمومي، خو دلته په هېواد کې په خصوصي توګه ولیدل چې په امریکایي ډالرو چلېدونکو رسنیو په اسلامي ټولنو کې د غربي کلتور د ترویج لپاره پراخې هلې ځلې ترسره کړې، زموږ دیني مرکزونه او دیني شخصیتونه چې زموږ لپاره یې موجودیت حیاتي او معنوي ارزښت لري، د دوی لپاره لوی سر درد دی، امریکایان او متحدین یې پوهیږي چې تر څو حق پرست عالمان وي، نو اسلامي فکر به پرمختګ کوي، اسلامي ټولنو کې به د یهودو او نصاراو خلاف روحیه قوت مومي او مسلمانان به د یو والي او پوهې له نعمته برخمن وي، دا اوس معمول ګرځیدلی چې په تېرو ۱۶ کالو کې هره ورځ د دیني عالمانو او دیني مدارسو په هکله یو د زهرو نه ډک شیطاني راپور له دغو غربي رسنیو له خوا نشر ته سپارل کېږي، د طلوع، یک او اریانا تلویزیون له طریقه دلته د غربي کلتور د پلي کېدا او اسلامي فکر د بدنامولو پروګرامونه ښۀ په درز کې خپریږي، له بلې خوا دیني عالمان چې د دغه شیطاني پروسې په مخ کې خنډ دي، له یو طرفه د امریکایانو او داخلیانو د چاپو او بمباریو په توسط په شهادت رسیږي او یا اسیران کېږي او له بل طرف د ذکر شوو تلویزیوني شبکو او همدا راز د بي بي سي او آزادي راډیو له لوري د دوی د بدنامولو لپاره پراخې هڅې کېږي، کله وایي پلاني ولایت کې ملا امام پر خپله لور جنسي تیری کړی، کله وایي پر خپل یوۀ زده کوونکي یې جنسي تیری کړی، کله وایي د ګاونډي د ښځې… خو لنډه دا چې له حقیقت نه لرې دغه تهمت امیزه خبرونه اوس معمول ګرځیدلی او متأسفانه چې د شیطاني کړیو دغو هڅو زموږ ځیني ساده عام مسلمانان تېر ایستلي او د غربي رسنیو دغه له رزالته ډک خبرونه او را پورونه ورته حقیقت ښکاري، په داسې حال کې چې دا ډول خبرونه او را پورونه هیڅ حقیقت نه لري او دا د دیني عالمانو او دیني مرکزونو د بدنامولو د پروسې یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې اسلامي شخصیتونه او اسلامي مدرسې تر مطبوعاتي او نظامي بریدونو لاندې دي، د دې شیطاني هڅو یوه لویه برخه دلته زموږ په هېواد کې هم عملي کیږي او کله چې دیني عالمان او دیني مرکزونه بدنام شي، نو د یهودو د تمې سره ځیني خلک به بیا دوی ته نه ورځي، طبیعي ده چې د دیني عالمانو او دیني زده کړو سره دښمني به دغه خلک د غربیانو دود او دستور منلو ته تشویقوي، همدا د هغه پلان برخه ده چې امریکا یې د رانډ کارپوریشن، د کلیساو د نړیوالې اتحادیي، د نړۍ په لرو او بر کې د یهودي فریمیسن یا پټو فعالو تنظیمونو او شخصیتونو په همکارۍ عملي کوي. تاسو یې له دې خبرې قیاس کړئ چې د غربي لښکرو جنرالان، د شیطاني دجالي رسنیو خبریالان، ډمې او ډمان په مډالونو نازول کېږي، خو حق پرست دیني عالمان یا په شهادت رسول کېږي، یا اسیران کېږي او یا له هر لوري پرې فشار واردیږي او د بدنامولو هڅه یې کېږي، په داسې حال کې چې امریکا او متحدین یې له دې رازه خبر دي چې له چنګیزه تر انګریز او شوروي یرغلګرو پورې هر یرغلګر ځواک دلته د افغان ولس د هغو مجاهدو بچیانو له خوا مات شوی چې رهبري به یې دیني علماء کرامو کوله، نو امریکا اوس هم ډاریږي او د دیني علماؤ مخته یې دوه انتخابونه وړاندې کړي هغه دا چې یا به په مفسد او تپل شوي رژیم کې ور ګډیږي، غلامي او ذلت به مني، یا به غلی کیني او د حق دعوت به خلکو ته نۀ ورکوي، که دا دوه انتخابه نۀ مني نو یا به وژل کېږي، اسیران کېږي او بدنامیږي، دریمه لاره یې نشته!! عجیبه ده چې امریکایان او متحدین یې زنا او لواطت، غلا، رشوت، چور، قتل، شرابخورۍ او قمار ته تفریح، آزادي او پرمختګ وایي، د اسلام خلاف د غربي کړیو فعالیتونه د ډیموکراسۍ په چوکاټ کې د بیان آزادي نوموي، خو د حق پرستو علماؤ لپاره یواځې دومره اجازه نه ورکوي چې هغوی خپل مسلمان ملت ته د اسلام حقیقي انځور او پیغام وړاندې کړي!! په دې هېله چې د لیکنې په مطلب مو سر خلاص شوی وي، په لنډو ټکو به یې درته ووایم چې امریکا دلته د غربي کلتور، نصرانیت او بې دینۍ د ترویج هڅه کوي، دا چې دیني حق پرست علماء خپل خلک د دغو یرغلګرو کفارو او د دوی د شیطانتونو خلاف جهاد او مبارزې او د غربي کلتور پر ځای د اسلامي کلتور، د غلامۍ پر ځای د آزادۍ او سر لوړۍ ژوند، د ډیموکراسۍ پر ځای اسلامي شرعي نظام رامنځته کولو او قایمولو ته هڅوي، د اسلام په هکله د غربیانو د ناسمو او شیطاني تهمتونو لپاره غاښ ماتوونکي ځوابونه وایي همدا ټول د دې لامل ګرځیدلي چې امریکا او داخلي لاسپوڅي یې د دیني عالمانو وژني، اسیران کوي یې او یا له وطنه فرار ته مجبوروي، مګر که موږ او تاسو د غربیانو په دې شیطاني چال کې را ښکېل نه شو او د خپلو دیني عالمانو ملاتړ وکړو، نو امریکا او ملګري به یې د عبرتناک شکست سره مخ کېږي او د اسلامي نظام د قیام لپاره به مخه خلاصیږي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x