
کندهار : د هوايي ډګر قومندان د پيسو د قاچاق په تور نيول شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د کندهار د هوايي ډګر قومندان ماما عبيدالله بارګزی متحده عربي اماراتو ته د پيسو د قاچاق په تور نيول شوی.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضياء دراني د پيښي پخلی کړی.
د امنيتي سرچينو په وينا دا د نوموړي دوهم ځل دی چې عربي اماراتو ته د روپيو قاچاق کوي.
ماما عبيدالله بارګزي غوښتل د کندهار هوايي ډګر له لاري د يو بکس په مرسته ۵.۵ ميليونه ريال قاچاق کړي.
دا چې قاچاق کېدونکي ۵.۵ ميليونه ريال د چا دي لا يې په اړه دقیق راپور نشته.
د چارواکو په وينا ماما عبيدالله بارګزي وړاندي هم يو بکس له پيسو ډک اماراتو ته لېږلی وو خو دا ځل د نوموړي لېږد له خنډ سره مخ شو.
په کندهار کې لوړ پوړي حکومتي چارواکي له قانون څخه په سرغړوني ، بې ګناه قتلونو او نورو ډول ډول جرمونو تورن ثابت شوي.