کندهار: معروف کې ګډو ځواکونو ولسي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د کندهار ولايت معروف ولسوالۍ په اسحاقزو سيمه کې وړمه شپه شاوخوا لس بجې دولتي ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په ملتيا چاپه اچولې.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي هاشمي نن ټکي اسیا ته ويلي چې د تېره شپې په چاپه کې بهرنيو او داخلي ځواکونو عام ولس زيات زهير کړ ، د عام ولس ډېر وسائل يې وسوځول ، ښځي يې زخمياني کړې او د کلي ځيني اوسېدونکي يې له ځان سره يووړل.

د تيري شپې په چاپه کې د اسحاقزو په کلي کې بهرنيو او داخلي عسکرو د عامو خلګو ۷ دکانونه ، ۷ بايفور موټر او ۹۳ موټرسايکلونه سوځولي او د ځايي اوسېدونکو په وينا له ځان سره يې ډېر قيمتي شيان وړي.

د چاپې په مهال بهرنيو او داخلي عسکرو ۳ ښځي ، یوه ماشومه انجلۍ او یو ړوند سړی زخمیان کړي همدا راز کله چې له سیمي ستنېدل له ځان سره یې ۲ هلکان ، ۳ سپین ږیري او ۲تنه ځوانان کلیوال بېولي.

حکومتي چارواکو په سيمه کې د طالبانو پر ضد د عملياتو يادونه کړې خو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي اوښتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالبان په سيمه کې د داخلي او بهرنيو سرتیرو د جنایتونو په اړه وايي: ((ګوډاګیانو اویرغلګرباداران یې چې دمجاهدینوپه وړاندي یې ماتي خوړلي دملکي خلکوپه کورونو چاپي وهي اوملکي خلکوته خپل زور ورښکاروي)).

معروف ولسوالي په نژدې تېر وخت کې دوه ځله د طالبانو له لوري بشپړ سقوط سوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د