افغانستان

په لغمان کې د ۱۳ امريکايانو قاتل په خپل ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶):پنځه ورځي وړاندي د لغمان ولايت ګمبیري ډ‌اک سيمه کې په سیلاب قول اردو کې دننه يو تن نفوذي عسکر ۱۳ امريکايي سرتيري ووژل او ۲ نور يې ټپيان کړل.

د ۱۳ امريکايي سرتيرو قاتل وروسته د نورو داخلي عسکرو له لوري تر بريد لاندي راغی او ژوند يې له لاسه ورکړ.

نفوذي بريد کوونکی چې طالب وسله وال يې خپل سرتيری معرفي کوي د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ د ټټنګ پتو کڅ کلي اوسېدونکی وو او جنازه يې وړمه شپه په همدې کلي کې خاورو ته سپارل شوې.

که څه هم امريکايي سرتيرو د سیلاب قول اردو دننه له تر سره شوي بريد څخه چورلټ انکار وکړ خو طالب وسله وال يې په اړه داسي وايي:
((دغه نفوذي مجاهد عسکر له ډيرې مودې را په دې خوا په سیلاب قول اردو کې د همداسې یوې شیبې لپاره انتظار کړی وو او د برید په ورځ يې د خپلې پیکا ماشیندار د سلګونو مرميو څخه ډک ججوری د امریکايي اشغالګرو په هغه ډله باندې تش کړ چې په یاده قول اردوکې استوګن ول)).

د سېلاب قول اردو امنيتي باورې سرچينې منلې چې په قول اردو کې د داخلي او بهرني سرتيرو تر منځ شخړه او لانجه را منځته شوې خو د مرګ ژوبلي اړوند يې څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وروره هغه قاطل ندی ، ځکه قاطل ګناه ګار وي او باید سزا ورکړل شي ! خو دا پهلوان قهرمان د خوږياڼي باتو ر او غیرتي قام بچی غازي او ملي قهرمان دی او رحمت دخدای پاک دې پر دې قهرمان شي او الله پاک دې جنتونه ورکړي، ځکه چې هغه ظالم امریکایې خنځیران مردار کړي دي ، کومو چې زمونږ هیواد یې اشغال کړی او زمونږ ماشومان ، ښځې او نر هره ورځ وژني !! د ترور کلمه یې جعلي جوړه کړې او زمونږ په مبارزو طالبانو ورو ڼو پورې یې په زور ، ناروا او جعلي توګه تړلې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x