fbpx

پنځه ویشت چلندونه چې باید ماشومانو ته یې ور زده کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ماشومان معمولاً په قصدي ډول بې ادبه نه دي، په ډېری مواردو کې موضوع داده، چې هغوی د مودبانه چلند اصول نه دي زده کړي.

دا پنځه ویشت موارد د هغو ادابو لنډیز دی، چې ماشوم یې باید تر نهه کلنۍ پورې زده کړي وي.

۱ ـــ کله چې کوم څه غواړې، نو ووایه ( مهرباني وکړئ ).

۲ ـــ کله چې کوم څه درکوي، ووایه ( مننه ).

۳ ـــ کله چې لویان له یو بل سره خبرې کوي، د هغوی په خبرو کې مه ور غورځه، مګر دا چې بیړنۍ موضوع وي، د هغوی حواس ستا په لور دي، کله چې خبرې یې پای ته ورسېدې، نو تاته به ځواب درکړي.

۴ ـــ که چېرې اړینه وي، چې ژر تر ژره د چا پام ځانته را واړوې، نو د وبښئ کلمې ویل، خبرو اترو ته د ننوتلو تر ټولو مودبه لاره ده.

۵ ـــ که چېرې د کوم کار د ترسره کولو په اړه دې کوچنی شک هم درلوده، لومړی له خپل مور او پلار څخه اجازه وغواړه، ترڅو وروسته پښېمانه نه شې.

۶ ـــ نور له دې سره لېوالتیا نه لري، چې ستا کوم څیزونه بد ایسېږي، خپل منفي نظرونه له خپل ځان سره او یا هم د ځان او دوستانو ترمنځ وساته او تل لویانو ته بهانې مه جوړوه.

۷ ـــ د نورو د جسمي ځانګړتیاوو په اړه نظر مه څرګندوه، خو دا چې وغواړې، هغوی وستایې، چې دا د هغوی د خوشالۍ سبب ګرځي.

۸ ـــ کله چې نور درنه پوښتنه کوي، چې حالت دې څنګه دی، هغوی ته ځواب ورکړه او وروسته، ته یې هم د حالت پوښتنه ترې وکړه.

۹ ـــ کله چې د خپل ملګري په کور کې یې، په یاد ولره، چې د خپل دوست له والدینو څخه د دې له پاره مننه وکړه، چې تاته یې خپل کور ته د ورتګ اجازه درکړې ده.

۱۰ ـــ که چېرې دروازه پورې وه، له ننوتلو څخه مخکې، دروازه وټکوه او په تمه پاتې شه، ترڅو وګورې، چې ځواب درکول کېږي او که نه.

۱۱ ـــ کله چې ټیلیفوني اړیکه ټینګوې، لومړی ځان معرفي کړه او وروسته پوښتنه وکړه، چې کولای شې، خپل د پام وړ شخص سره خبرې وکړې او که نه.

۱۲ ـــ نورو ته درنښت وکړه او که چېرې ډالۍ یې درکړه، نو ووایه: ( مننه ) د برېښنا لیک لېږلو پرځای، په قلم باندې لیکل شوی مننلیک ډېر اغېزمن دی.

۱۳ ـــ د لویانو په وړاندې له بدو کلمو څخه ګټه مه اخله، هغوی خپله په دې ټولو کلمو باندې پوهېږي او له دې کلمو څخه ستا ګټه اخیستنه، د هغوی د خواشینۍ او اندېښنې سبب ګرځي.

۱۴ ـــ خلکو ته په سپکو نومونو غږ مه کوه.

۱۵ ـــ په نورو باندې په هېڅ وجه ملنډې مه وهه، دا کار د دې سبب ګرځي، چې د نورو په وړاندې کمزوری ښکاره شې. له نورو سره لاس اچول ناسم کار دی.

۱۶ ـــ حتا که یو لوبه یا مراسم درته ستړي کوونکي دي، آرامه کېنه او خپله لېوالتیا ښکاره کړه، لوبغاړي یا تمثیل کوونکي، تر ډېره بریده خپله هڅه کوي.

۱۷ ـــ که چېرې له چا سره دې اوږه ولګېده، نو ژر تر ژره ووایه: وبښئ.

۱۸ ـــ د ټوخي یا پرنجي پرمهال خپله خوله پټه کړه او د نورو په وړاندې پوزه مه سوغ کوه.

۱۹ ـــ که چېرې له کومې دروازې څخه تېرېږې، نو وګوره، آیا کولای شې، چې دروازه خلاصه پرېږدې، ترڅو بل کس هم ترې تېر شي.

۲۰ ـــ که چېرې له خپل مور، پلار او یا هم ګاونډي سره مخامخ شوې، چې کوم کار ترسره کوي، نو ترې پوښتنه وکړه، چې مرسته غواړي، که ځواب مثبت و، مرسته ورسره وکړه، په دې ترتیب ښایي کوم نوی څیز زده کړې.

۲۱ ـــ کله چې مشر سړي، له تا څخه د کوم کار د ترسره کولو هیله وکړه، نو په ورین تندي او پرته له کومې بانې ورسره مرسته وکړه.

۲۲ ـــ کله چې له تاسره چا مرسته وکړه، نو ووایه: ( مننه ) دا شخص ښایي بیا هم درسره مرسته وکړي. دا امر په ځانګړې توګه د ښوونکو په اړه صدق کوي.

۲۳ ـــ د خوړو خوړلو له توکو څخه سمه ګټه واخله. که چېرې نه پوهېږې، چې په دې وسایلو سره څنګه خواړه وخورې، نو له خپل پلار او مور څخه غوښتنه وکړه، چې در زده یې کړي یا پام وکړه، چې هغوی له دې وسایلو څخه څنګه ګټه اخلي.

۲۴ ـــ د خوړو خوړلو پرمهال په خپلو ورنونو باندې د دسترخوان دستمال کېږده او د اړتیا پرمهال د خپلې خولې د پاکولو له پاره، ترې کار واخله.

۲۵ ـــ د خوړو له مېز څخه د څیزونو د پورته کولو له پاره مه ټیټیږه؛ له نورو څخه غوښتنه وکړه، چې در یې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د