دپېریانانوتابع کول:

 

 

پوښتنه :ایاپېریانان تابع کېدلای شي،که کیدلای شي،په څه ډول،اوداسي کول په څه وخت کي روا او په څه وخت کي ناروا دی ؟

الجواب حامداومصلیا :په عام ډول هغه څوک(عاملان) چي پېریانان تابع کوي،هغه له کفري،شیطاني کلماتواوجادو(سحر)څخه کاراخلي،چي هغه کافرپېریانان اوشیطانان خوښوي،اودهغوئ دتابع کولورازیوازي په دې کښي ده چي هغوئ دده(عامل)په داسي کفریه اوشرکیه عملونوسره خوشحالیږي اودبډې(رشوت) په ډول هغوئ ته څه کارونه کوي،ځکه ډېرداسي خلګ ددغه عملیاتودپاره قرآن کریم په مرداري،وینو،اونورخرابوشیانولیکي،اوپه داسي کولوکافرپېریانان اوشیطانان له هغه څخه  خوشحالیږي اوهغه ته کارکوي،هودابن الامام په اړه(دخلیفه معتضدبالله په وخت کي یوسړی ؤ)لیکل شوي چی هغه پېریانان یې په إلهي اسماؤسره مسخرکړي وو،چي په هغه کي دشریعت خلاف کومه خبره نه وه.(اکام المرجان:ص 100)

لنډه داچي پیریانان که بې له څه قصداوعمل څخه صرف دالله تعالی له جانبه مسخروي،لکه دسلیمان علیه السلام اوبعضي صحابه کراموپه اړه چي ثابت دي،نوهغه معجزه یاکرامت کي داخل دي،اوکه بیادعملیاتوپه ذریعه تابع کړل شی،هغه عملیات که پرکفریه اعمالویاکفریه کلماتومشتمل وي بیاکفرده،اوکه پرکوم معصیت مشتمل وي بیاکبېره ګناه دهاوکوم عملیاتوکي چي داسي کلمات کارول شوي وي چي معنایې څرګنده نه وي هغه هم فقهاؤناروابللي دي ځکه چي کېدلای شي چي داسي کلمات پکښي کارول شوي وي چي کفریه یاشرکیه اویالویه ګناه وي،(قاضی بدرالدین رح اکام المرجان).

اوکه بیاداتابع کول یادإلهي اسماؤاوقرآني آیاتونوپه ذریعه سره وي اودنجاست اونورڅه کارولوغوندي ګناه پکښي نه وي بیاپه دې شرط سره روادي چي مقصدبه یې ورڅخه دپېریانانوله شراوضررڅخه دځان یادنورومسلمانانوساتنه وي،نه دڅه لاسته راوړنه،ځکه که دمال دلاسته راوړنې لپاره وکارول شي، اودکسب ذریعه وګرځول شي،په داسي کولوسره   ”استرقاق حر“یعني آزادڅوک مرې یی ګرځول ،اوبې له شرعي حقه هغه بېګارول دي اوداسي کول حرام دي.والله أعلم

(سورة سباآیت:14 تفسیرمعارف القرآن)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.