لوګر : خروار کې د بهرنيو ځواکونو چورلکه ويشتل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶):تېر ماښام د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملاتړ چاپه وهلې.

د خروار ولسوالۍ د اوسېدونکو په وينا د چاپې په مهال د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ سختي نښتي شوي او د درنو چاودنو ږغونه اورېدل شوي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد د خروار په بیګمه سيمه کې د ګډو ځواکونو له لوري د چاپې پخلی کوي او زياتوي چې د داخلي او بهرنيو عسکرو د ګډو شپني عملياتو په وړاندي يې سخت غبرګون ښودلی.

مجاهد وايي د تيري شپې په چاپه کې د بهرنيو ځواکونو دوه څرخه (چينوک) الوتکه د دوی له لوري ويشتل شوې او را غورځېدلې چې په کې سپاره ټول سرتيري وژل شوي.

که څه هم مجاهد په را غورځېدلې چورلکه کې د وژل شويو شمېر ۴۳ تنه کمانډو او بهرني سرتيري ښيې خو تر دې مهاله لا بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دولتي چارواکي بيا له بشپړو جزئياتو ورکولو پرته داسي وايي :(( د عملياتو پر مهال د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه د بيړنۍ ناستې پر مهال له ونې سره جنګېدلې او له امله يې يو تن ټپي شوى دى)).

خروار په لوګر کې يو له هغو ولسواليو شمېرل کيږي چې له ډيري مودې نه د طالب وسله والو تر بشپړ حاکميت لاندي ده.

خروار :

دغه ولسوالي د پل علم سوېل ته په ۵۰کیلومترۍ کې پرته ده، چې له غزني، پکتیا او میدان وردکو ولايتونو سره ګډه پوله لري.

د ۲۰۱۲ م کال په اګست مياشت کې امريکايي ځواکونو له خروار ولسوالۍ څخه د خپل حضور ټغر ټول کړ او ياده ولسوالي يې افغان دولتي ځواکونو ته پرېښودل چې وروسته د طالبانو د مسلسلو بريدونو په نتيجه کې د ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر مياشتي پر ۲۵ مه نېټه له بشپړ سقوط سره مخ شول.

خروار ولسوالي ۷۴ کلي لري ، خروار اوخارمرغ د ښکار له پلوه ددغې ولسوالۍ مشهورې سيمې دي.

خروار ولسوالي په لوګر کې يو له هغو ولسواليو څخه ده چې د واوري اورښت په کې زیات کيږي.

د خروار ولسوالۍ اړوند ټولي سيمي اوس هم د طالبانو تر بشپړ کنترول لاندي دي.