نظــر

ګیله – سلمان سعید

زما د ډېرې مودې ملګری وو، خو له کومې ورځې چې هغه د اروپا د تللو په تکل راڅخه بېل شو، بیا مې ورسره اړیکه نه وه شوې، کلونه تېر شول، د هرې پېښې په راتلو به مې د هغه د کمي احساس کاوه، هره ورځ به مې سترګو سترګو ته کېده، له زړه ورپسې خفه وم ځکه زما نږدې او د پرې ملګری و، په بده ورځ مې ملاتړی و او په ښه ورځ مې پرې مجلس ښه و.

هغه تېره ورځ مې د تېلفون شمېره پیدا کړه، له زړه خوښ شوم، یو ځل بیا مې په ذهن کې هغه تېر وختونه، د ماشومتوب وختونه راوګرځېدل، هغه زړې کيسې او خوږې خاطرې مې رایادې شوې، سمدستي مې ورته تیلفون وکړ، له زنګ وهلو وروسته مې یو اشنا غږ واورېد، هغه غږ چې له مودو یې انتظار وم، او اورېدو ته یې ډېر ناقرار وم، ما ویل ډېرې کيسې به وکړو، یو بل ته ګیلې به وکړو، په ډېرو خوښیو به وخاندو او په ډېرو ناخوالو به وژاړو، له سلام څخه وروسته، له کلام څخه وروسته، یو بل ته په ګیلمن انداز کې، په غمجن انداز کې خوږې او د یارانې ښکنځل وکړې، خو له لنډ روغبړ څخه وروسته ترې په یو څه ډېر خپه شوم، ډېر یې وځورولم، تېلفون مې ترې بند کړ، پوهېږې څه به وو؟ هغه څه چې زه یې تل د ابادولو په تکل کې یم خو هغه یې د ورانولو هیله وکړه، هغه زما وطن ته، ګران افغانستان ته، هغه څه وویل چې ما یې د اورېدلو توان نه درلود.

هغه هم ملامت نه دی، ځکه زموږ وطن سلامت نه دی. ویل یې افغانستان دې وران شي، هلته هره ورځ مرګونه دي، ډېر ناروا قتلونه دي، نه حکومت شته او نه عدالت شته، د زورورو اوبه په کې په بره هم ځي خو د کمزوري په کې مخ په ځوړ نه پرېږدي، ټوپکمار په کې ارتې تڼۍ ګرځي او د قلم خاوند مو بې حسابه پرځي، نه مو جومات خوندي دی او نه مو سرینا خوندي دی، په جومات کې هم افغانان شهیدانیږي او په سرینا کې هم ماشومان قربانیږي، له رییسه تر ماموره، له جنراله تر سربازه، ټول مو په فساد کې ککړ دي، د هغه محصل ګناه به څه وه چې د تېرې شپې په تورو ډزو کې شهید شو. څوک د ځمکې په سر د کونړ ځنګلونه ریبي او څوک د ځمکې لاندې د بدخشان کانونه سپړي.

هو ګرانه ملګریه! ته ملامت نه یې، خو ته ملامت هم یې، دا وطن، دا زموږ د بابا وطن، چې موږ یې اباد نه کړو، موږ یې ازاد نه کړو، له هیچا هیله مه کوه، له بل چا ګیله مه کوه، تا ودانه اروپا ولیده زړه دې پرې بایللی، خو وران افغانستان دې نه دی لیدلی ځکه دې زړه پرې نه دی خوږ شوی، تا که هلته د مصنوعي ښکلا خوند لیدلې نو دلته دې د طبعي ښکلا رنګ نه دی لیدلی، که د ښارونو شپې خوندورې وي، د کلي مازیګري هم د هېرولو نه دي، وطن مور ده، وطن پلار دی، وطن د هر چا د زړه قرار دی. له دین څخه وروسته او د مور او پلار څخه وروسته، وطن تر هر چا ډېر حقدار دی. خیر که زموږ وطن ویران دی، همداسې ویران راباندې ګران دی. ته یو ځل پېښور ته خو لاړ شه، د سب سې پهلی پاکستان نعرې واوره، بیا لږ مخکې لاهور ته لاړ شه، د واګا باډر ته لاړ شه، د پنجابیانو مینه له پاکستان سره، او د هندوانو مینه له هندوستان سره، د هغوی نعرې سړی احساساتي کړي، زموږ په څېر د وران ویجاړ وطن خلکو ته د وطن ارمان ورشي. تا به شاید د نېلسن منډېلا تاریخ نه وي لوستی، هغه چې په شلمه پېړۍ کې، په دې ماده پرسته نړۍ کې، د خپلو خلکو او وطن لپاره اوویشت کاله په زندان کې تېر کړل. هو ګرانه ته بیا هم ملامت نه یې ځکه ته هم زما په څېر اوس د پردیو په منځ کې اوسې، هغه پردي چې مازې معنویات پېژني، او اول ځان دی بیا جهان دی متل یې ښه پلي کړی دی، خامخا به دې له هغوی رنګ اخیستی وي، نو ځکه زه دې نه ملامتوم زه دې نه ملامتوم.

چا ویل چې وطن ویران دی او د ویرانو به څه خوند وي
ویران دې وي ویران دې وي ویران راباندې ګران دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x