په افغانستان کې د امریکایانو د نویو پوځي تحرکاتو په اړه له استاد حامد (ابو الولید المصري) سره د نن ټکی اسیا مرکې دوهمه برخه.

ددې مرکې لومړۍ برخه مخکې نشر شوې، د لوست لپاره یې دلته کلیک وکړئ.

پوښتنه : د اکتوبر د میاشتې په رارسیدو سره په افغانستان کی د امریکايي اشغال ۱۶ کلیزه پوره شوه ، سره له دې چې دلته امریکایانو په نظامي ، سیاسی او فکري ډګرونو کې شکست خوړلی مګر لا تر اوسه هم دوی خپل شکست نه مني او د افغانستان اشغال ته دوام ورکوي ، تاسو د دوی د غه عناد ته په کوم نظر ګوری ؟

ځواب : امریکایانو په افغانستان کې شکست خوړلی ، او دوی په دې پوهېږي چې هیڅ کله به هم دا هیواد د خپل نظامي ځواک په مټو تر خپلې ولکې لاندې را نشي راوستلی خو دوي اوس د لاندې اهدافو تر لاسه کولو ته انتظار دي:

امریکایان په عربي سېمه کې د دوی په ګټه د حالاتو سميدو ته انتظار وباسي.

او همدارنګه دوی د آسیایی هیوادونه د پر مختګ لپاره هلته د اقتصادي او صنعتي خوځښت چې د لارو جوړولو او سوداګریزو راکړو ورکړو په غرض پيل شوی دی د مخنيونې د یوه پلان په انتظار دي .

امریکا غواړي د چین په بحري او بري سرحدونو کې جګړه جاري وساتي ، روسیه په ګڼو داخلي او نړیوالو مشکلاتو کې ښکېله کړي ، د هند او چين تر منځ د سرحدې لانجو په راپورته کولو سره د هغوي اړېکې له یو اوبل سره خرابې کړي ، او ایران د همیشه لپاره تر خپل اقتصادي ، نظامي او امنيتي تهديدونو لاندي وساتي.

دوی انتظار کوي تر څو افغان ولس د نا امیدی کچې ته ورسېږي ، او داعش ته فرصت په لاس ورکړي تر څو د عراق په څیر په افغانستان کې هم ټول ولس د ټول ولس په مقابل کې ودروي او روان جهادي مقاومت په داعشي جهاد (فساد) بدل کړي.

دوی د افغانستان جهادي مقاومت ته انتظار دې تر څو په خپل هیواد کې له روانې وضعې څخه نا امیده شي او مجبورا له سېمیز هیوادونو سره داسې یوه تفاهم ته ورسېږي چې د افغانستان محدود واک ځینو په نوم مذهبي کسانو ته ورکړي او نورهر څه په خپل ځای او د امریکا پلوه ډلې په واک کې پاتې شي خو دا احتمال تر ټولو دېر ضعیف احتمال دی چې د ضعف لاملونه یې هم ډېر دي.

دوی انتظار باسي تر څو د افغانستان په افیونو کې د خپلو کړیو پانګو لپاره تر وتلو وروسته نوي تګلاره جوړه کړي او د هیروینو د پیداوار لپاره نوې استراتیژي جوړه کړي تر څو وکولی شي په نړۍ کې یې توزیع کول تر خپل کنټرول لاندې راولي ، افغانی افیون او عربي نفط په یوه مشابه وضعیت کې دې ځکه امریکا په ټول قوت سره غواړې چې د هغوي له استخراجه نیولې تر انتقال پورې هرڅه د خپلو شبکو په وسېله د دوی تر واک لاندې وي.

امریکایان دې ته په انتظار دې تر څو له منځنۍ آسیا څخه د افغانستان په لار د انرژی د انتقال اوسنیو لارو ته داسې ضمانتونه تر لاسه کړي چې دا انتقال کاملا د دوی تر مستقېمې څارنې لاندې تر سره شي ، چې د دې لپاره شاید ځینې نړیوالې معاهدې او همدارنګه ځيني نوي سیاسي تشکُلات په سېمه کې رامنځته کړي چې د افغانستان ځېنې سېمې د دې کار لپاره له افغانستان څخه بېلې شي ، او ورسره داسې یو تشکُل ایجاد کړي چې یواځینۍ دنده يې د افیونو پیداوار وي په دې معنی چې دوه کوچني مګر ثروتمند هیوادونه د خلیجي هېوادونو په څير رامنځ ته شي چې د همیش لپاره به د متحده ایالاتو تر واک لاندې وي تر څو د دوی د سیاسي وجود او طبیعي زېرمو ضامن و اوسي.

دغه خوبونه دې چې امریکایان يې هره ورځ ويني او د هغوي د تحقق لپاره دلته جګړه غزوي، خو د امریکایانو د دغو ټولو شیطاني اهدافو ناکاره کول یواځې د افغان ولس په جهادي مقاومت کې نغښتی دی چې ان شاء الله د جهاد د تداوم په وسیله به امریکایان د دغو خوبونو ترسره کیدو آرمان ګور ته ورسره یوسي.

پوښتنه : اکثره سیاسي محللین د افغانستان د راتلونکي په هکله دا نظر لري چې افغانستان به هم لکه سوریه د سېمې د زبر ځواکونو ، امریکا ، روس او چين تر منځ د سیالۍ ډګر وګرزی ، ستاسو وړاندوینه په دې هکله څه ده ؟

ځواب: د دغسي سوالونه باعث دا دی چې مونږ د هغه څه حقایقودرک ونشوی کړلی چې په سوریه کې پېښ شول ، هغه څه چې په سوریه کې پېښ شول د افغانستان له حالاتو او هغه چیلنجونو سره چې دویدلته ورسره مخامخ دي بیخي توپير لري.

په سوریه کې جګړه د لاندې مهمو اهدافو او موخو لپاره وه :

د سوریې د دولت پاشل چې دا د نوي منځني ختيخ د رامنځ ته کولو د پروګرام یوه برخه شميرل کېږي چې موخه يې د اسرائیلو ګاونډي هېوادونه د اسرائیلو تر بشپړ کنټرول لاندې راوستل دي چې تر څو له دې لارې وکولی شې چې په خپل عربي محیط باندې خپل کنټرول ټینګ کړي او په اخر کې خپل لاسونه تر آسیا پورې راوغځوي چې له ایران څخه پیل او له افغانستان څخه تېرېږي او بیا خپلې پښې پهمنځنۍ آسیا ( د آسیا زړه ) کې ټېنګې کړي ، همدغه لامل دی چې د ایران او افغانستان تر منځ امنیتي اړیکې ډېرې ټېنګې دي ،ځکه چې له دوی دواړو څخه د یوه هېواد سقوط د بل هېواد محاصره کول حتمي او وجودي پایښت يې تر حتمي تهدید لاندي د کیوتلو په معنی دی.

اوروپا ته د قطر د هېواد د ګازو د لیږد لپاره زمینه برابرول چې تر څو له دې لارې وکولی شي روسیه په اقتصادي او سیاسي ډګر کې د ځان تابع کړي ځکه چې اوروپا د روسیي لپاره د ګازو تر ټولو لوی بازار دی.

له دې امله چې سوریه په منځنیو پیړیو کې د چین او هند څخه اوروپا ته د وریښمو په لار لومړی دروازه بلل کېدله او د دې لارې د بیا را ژوندي کولو په حالت کې بیا هماغه اهمیت خپل کړي نو دوی غواړي چې د سوريي ټول بري ( مځکني ) سرحدونه وتړي ، لکه څرنګه چې د وریښمو د نوې لار د بیا را ژوندي کولو هڅې د چين د هېواد له طرفه ګړندۍ دي ځکه چې چين غواړي چې د دې لارې د بیا احیاکولو له لارې ځان د امریکا د بحري تهدیدونه څخه خلاص کړي او همدا لامل دی چې روس او ایران د همدغو اقتصادي او استراتیژيکو موخو لپاره د سوريې په بحران کې تر پوزې پورې ښکيل دي.

له عراق سره د سوريي د حدودو تړل ( همدارنګه له ترکيي او اردن سره هم ) چې د وریښمو لار پرې راغلې ، چې دا بیا د فرصت په موندلو سره د عراق د ټولو سرحدونو د تړلو پیلامه ده وروسته له هغه چې عراقي دولت د نژادي او مذهبي شخړو له امله دړې وړي شي او دوی وکولی شي چې له خپل آسیايي عمق سره یې اړيکې د ایران او افغانستان له لارې وشلوي.

کومه ستره بحري استراتیژي چې د هغې په واسطه متحده ایالات د خپلو بحري قواوو په واسطه د نړۍ ټول سمندرونه په خپله ولکه کې راوستلي دي ، چين هم د هغه په مقابل کې خپله ستره بري استراتيژې لري چې هغې ته د وریښمو لار وایي تر څو په دې وسېله د امریکا مقابله وکړلی شي .

د افغانستان بحران او منځني ختیځ مشکلاتو ته د کتلو په وخت کې مونږ دغه ( جیوستراتیژې ) نړیوالې شخړې باید په نظر کې وساتو ، همدغه دواړه منطقي ( افغانستان او عربي نړۍ ) د دغه دواړ استراتیژیو کُنجیانې دي.

مونږ دلته یوازي د چین او متحده ایالاتو په هکله وغږيدو مګر هر یو خپل ملګري لري او ځني مهم هېوادونه لا تر اوسه شته لکه هندوستان چې قطعي پرېکړه يي لا تر اوسه نه ده کړې نو ځکه خو تر اوسه په هره کښتۍ کې پښه ايږدي او یا په صحیح عبارت یوه پښه په سمندر کې ایږدي او پله پښه په وچه کې ځکه چې نه په چين پوره باور لري او نه یې له امریکا څخه پوره ډاډ تر لاسه کړی.

د د غه دریمې او څلورمې نقطې لپاره په نړیواله او سېمېزه توګه هڅې کېږي تر څو داسي وښودل شي چې دا شخړې د شیعیزم او د ایران د نفوذ د مخنيوي لپاره کېږي ، چې د دې لپاره د سني هېوادونو او اسرائیلو تر منځ د تروریزم د ځپلو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. او د داعش د ځپلو په بهانه د تروریزم تر تعریف لاندې يې ټولې هغه ډلې راوستې چې د اسرائیلو په ضد مقاومت کوي لکه حماس او حزب الله .

څه چې یاد شول هغه وخت بشپړيږي کله چې سعودي او نور خلیجي هېوادونه د اسرائیلو د سپېن سمندرګي له غاړې سره د ريل د خط په وسېله سره وتړل شي هغه هم د دې لپاره چې تر څو دغه هېوادونه د اسرائیلو تر اقتصادي اغیز لاندې راشي ، او عربان د فلسطین او بیت المقدس او مسجد اقصی څخه تير شي ، او اسرائیل به وکولی شي چې مدېنې منورې ته ورسيږي او د خپلو هغو ممتلکاتو غوښتنه وکړي چې دوی هلته له اسلام څخه د مخه لرل.

له سپېن سمندرګې څخه د روسيې شړل په هغه صورت کې شونی دی چې لومړی ورباندې د محاصرې کړۍ را تنګه کړي او له هغې وروسته د روسيې هېواد را وغورځوي او په څو هېوادونو يي وويشي او د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره د څلورم او پنځم نسل د جګړو څخه په کار اخیستنې او د تروریزم د له منځه وړلو په پلمه د نظامې مداخلو لپاره له نړیوالو ائتلافونو او یا د ملل متحد ځواکونو کارول دي چې امریکایان د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تري استفاده کوي.

امریکا وروسته له هغه چې په افغانستان کې یې مخامخ جګړه بايللې ده اوس غواړي چې له دغه ډول جګړو او تکتیکونوڅخه په افغانستان کې هم استفاده وکړي ، په افغانستان کې د داعش شتون د امریکایانو لپاره تر ټولو ښه پلمه ده ، هماغه ده چې په عربي نړۍ کې د داعش له سقوط سره سم یې هغه له عراق څخه پاکستان ، افغانستان او د یمن له لاري د ایران حدودو ته را انتقال کړ.

پوښتنه : ایا کیدای شي چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي توګه روس ، چين او یا ایران په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي؟

ځواب : دغسي نظامي مداخله شايد په لاندې حالاتو کې وشي :

الف: كه چېرته د افغانستان سرحدونه د داعش په مرکزونو واوړي او له همدغو مرکزونو څخه په کوم یوه قوي ګاونډي خطرناکې حملې وشي لکه څرنګه چې ترکیې په دغه هیواد کې د داعش د بریدونو په مقابل کې په سوریه کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.

همدارنګه شاید چین ، روسیه او حتی هند هم همدغسي حملو ته لاس واچوي ، مګر افغانستان ته د خپلو پوځونو د داخلولو پرېکړه کول بعیده ښکاري ځکه چې پایلې یې په نړیوال وضعیت باندې خطرناک اغیز لرلای شي.

ب: که چېرته د افغانستان حکومت د امریکې له پوښښ پرته داسي پروژې عملي کړي چې د خپلو ګاونډیانو د اوبو او امنیتي منافع له خطر سره متوجه کوي په داسي حالت که بیا کیدی شي چې محدوده نظامي مداخله وکړي.

ج: که چېرته افغانستان د مذهبي او نژادي لاملونو له کبله په پراخه کورنیو جګړو کې کیوت ، ځکه چې داسې جګړي ګاوندي هېوادونو ته زمینه په لاس ورکوي تر څود خپلو منافعو او نفوذ ساتلو لپاره دوی ته د نیږدي ډلو له لاري خپلې لاسوهنې ډېري کړي ، او کیدای شي چې په هغه وخت کې افغانستان ته د ټولو افراطي ډلو راتلل بیا پیل او دا جګړه په یوه لویه سېمیزه مذهبي جګړه واوړي چې یوازي تر افغانستان پورې به محدوده نه وي ، نو له دې کبله هر څومره چې زر په افغانستان کې داعش وځپل شي د سېمو د ولسونو په ګټه تمامېږي له نیکه مرغه چې طالبان یوازينی قوت دی چې د داعشي خطر په وړاندې د دریدلو او له منځه وړلو تابیا لري او کولی شي چې افغانستان او د سېمې ټول مسلمان ولسونه یې له خطر څخه وساتي ، او طالبان کولی شي چې دا نقطه د خپل ځان په نفع وکاروي.

پوښتنه : د افغانستان کورني وضعیت ته په کتلو سره څرنګه کیدای شي چې په افغانستان کې جکړې ته د پای ټکې کيښودلی شي او امنیت راشي؟

ځواب : په افغانستان کې د امنیت راتلو لومړی شرط د یرغلګرو وتل دي چې له هغه وروسته باید هغه فکري او سیاسي کثافات پاک شې چې یرغلګرو د افغانستان اسلامي ماحول پري ککړ کړي دي ، قاتلان او مفسدین محاکمه او د اولس حقوق بېرته ورڅخه واخيستل شي .

د حاکمیت یو داسي نظام رامنځ ته کول چې په عدالت ولاړ وي او داسي روڼ او فعال اقتصادي نظام رامنځته کول چې برابري او فرصتونه د اهلیت په اساس ایجاد کړي او احتکار او د ثروت موندلو لپاره د منصب څخه ناوړه استفاده ونه شي.

چې دا بیا د یوې حقیقي شوری رامنځ ته کولو ته اړتیا لري چې خپل رول د قوانینو په رامنځ ته کولو او د دولت په ارګانونو باندي د څار لپاره عملي ګامونه پورته کړی شي.

داسي تعلیمي نظام رامنځ ته شي چې د ژوند په ټولو برخو کې له طب نه نېولې تر فضاء او اتوم پورې اسلامي علوم او عصري علوم دواړه په کې راونغاړلی شي .

او ورسره داسي قوي پوځ چې ولسي ملاتړ ورسره وي ، او با کفایته او بي پري امنيتي ماشین چې د ولس تر دائمي څار لاندې وي.او همدارنګه د عادلانه اړېکو جوړول او با ارزښته شراکت له ګاونډیانو سره چې د هر یوه په ځانګړتیاوو باندي اعتراف کول د متقابل احترام پر اساس ولاړې وي او ګډه همکاري چې د عدالت او اهلیت په اساس چې د سېمې او نړۍ په کې خیر وی ایجادول هم مهم عنصر دی.

خو دا یوه اوږده او سخته مرحله ده چې مصرفونه اوشهیدان به لري ځکه چې د جنت لاره همیشه په سختیو پوښل شوي او د جهنم لار ( یرغلګرو ته سر ټیتول ) بیا په شهوتونو او په طمعه کولو پوښل شوي که نه تاسو د کابل له واکمنو څخه وپوښتی.

پوښتنه : له تاریخي پلوه افغانستان د امپراطوریو د هديرې په نوم شهرت لري ، ایا ستاسو په ګومان به امریکايي امپراطوري هم په افغانستان کې خښه شي او که به افغانستان هم د نورو ملکونو په څير د امریکایانو لپاره د یوه څراګاه په څير وي ، څه يې چې زړه غواړي او کومه لوبه ترسره کول غواړي هغه به کوي؟

ځواب: که چېرته مونږ د الله تعالی سنتونو او تقدیرونو ته چې د خپلو مخلوقاتو لپاره يي ټاکلي مراجعه وکړو او همدارنګه د ملتونو تاریخي تجربو ته په عمومي توګه او د افغانستان د ولس تاریخي تجربو ته په ځانګړي توګه مراجعه وکړو نو په پوره اطمئنان ویلی شو چې د امریکا متحده ایالات به له افغانستان څخه ناکامه وزي ،او په افغان ولس باندې د امریکا دغه ظالمه جګړه او د بشریت په حق کې يي جرمونه هیڅکله هم د امریکایی ولس په خیر نه تمامیږي ، د امریکا ولس باید دغه وحشي نظام ته تغییر ورکړي تر څو له نورو ولسونو سره د برابرۍ او مساوات د مبدا په اساس خلط او د ځمکې له طبیعي زیرمو څخه په عادلانو توګه ګټه پورته کړي ، جګړې او د نورو ولسونو له غلامۍ او له منځه وړلو څخه لاس واخلی

پوښتنه : ایا کېدای شي یوه ورځ له جګړې خالي افغانستان ووینو ؟

ځواب : حتما به که خدای کول یوه ورځ په افغانستان کې جګړه پای مومي ، ځکه چې جګړه د بشریت د مسیر د اصلاح کولو لپاره یو الهی تقدير دی او له هغه وروسته به بیا سوله راځې تر څو ځمکه اباده او انسان د انسان له غلامي وژغورل شي.

(وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ)ــ ﴿251﴾البقرة
ژباړه: او که د الله (له لوري) دا دځینو خلګو ایسارول په ځینو نورو نه وی ، نو ځمکه به ( د انسانانو د خپل منځي جګړو) له امله تباه شوې وه، خو الله تعالی پرمخلوقاتو د لورېینې خاوند دی.

(الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيز)ــ ﴿40﴾ الحج .

ژباړه: هغه کسان چې په ناحقه له خپلو کورونو وایستل شول یواځې په دې خبره چې دوي وايي زمونږ رب الله دی، او که الله تعالی خلګ یو د بل په وسیله نه ایسارولی نو خامخا به نړول شوې وي خانقاګانې، کلیساوې، عبادت ځایونه او جوماتونه چې په هغو کې د الله نوم ډیر یادیږي او الله به خامخا له هغه چاسره مرسته کوي چې د الله (له دین سره ) مرسته کوي، بیشکه الله زورور او برلاسی دی.

جګړه به حتما په افغانستان کې پای مومي او دا ویاړ به د افغانستان باشهامته او غیرتي ولس ته پاتي کیږي چې دوی د انسانیت د مسیر د اصلاح لپاره دا ټول مشکلات په ځان ګالي او ګاللي دي او د پخواني شوروي اتحاد له ړنګولو څخه د امریکایانو تر سقوط او له هغه نه وړاندې د برطانوي امپراتوري تر سقوط پوري ټول د دوي د سرښدنو په برکت تر سره شوي دي.

حتما به په افغانستان کې جګړه دريږي او سوله به راځي تر څو مجاهد افغانان د نړۍ د مستقبل په جوړولو کې خپل رول ولوبوی او د علم ، آبادۍ او کلتور په برخو کې بېرته خپله ونډه واخلي چې دا بیا د جهاد نورې برخې دي ، جګړه به په افغانستان کې یوه ورځ درېږي او ځای به یې سوکالۍ او بیا ودانول نیسي.

(وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ) ــ ﴿5﴾ القصص

ژباړه: او غواړو چې احسان وکړو پر هغو کسانو کوم چې په ځمکه کې کمزوري کړی شوي ، او مشران یې وګرځوو او هم هغوی وارثان ( د واک) وګرځوو.

ان شاء الله افغانان به په علمي لحاظ هم بیا هغه رول تر سره کوي لکه پخوا چې یې ابوریحان البیرونی، ابن سیناء بلخی، مولانا جلال الدین بلخی او سید جمال الدین افغاني د علم ، پوهي او مدنیت په اړه تر سره کړی .

ځکه افغانستان لکه څرنګه چې د جهادي اتلانو ټاټوبی دی همداشان د علم ،علماوو او مدنیت زانګو هم ده .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د