fbpx

پر فیسبوک پاڼه زموږ ټول پوښتنه او ستاسو ځوابونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶):

تېره ورځ د نن ټکي اسيا پر فیسبوک پاڼه د ولسمشر له ځانګړي انځور سره لاندي توري ليکل شوي وو:

که چیرې اشرف غني په مخه درغی او تاسو د یوې جملې د ویلو چانس درلود، څه به ورته ووایاست؟؟
یادونه: ستاسو له ښو ځوابونو ۱۵ يې د نن ټکي اسيا پر ويب پاڼه خپريږي.

له وعدې سره سم د نن ټکي اسيا د فیسبوک پاڼي همکارانو ستاسو نظرونه څارلي او له ټولو يې راتلونکي ۱۵نظره انتخاب کړي چې ستاسو په وړاندي يې ږدو.

ستاسو نظرونه :

۱ : حذیفه خطاب

زما جمله : داخلي بمبارونه ولي نه غندې؟

۲ : محمد عالم نوري

زه به ورته وايم !

کله چې د قيامت په ورځ الله جل جلاله درنه پوښتنه وکړي د خپل واکمنۍ پر وخت دي څه کړي او چاته دي کړي؟
هلته دروغ هم نشې ويلای او امريکايي مشاورين هم نه وي نو ستا ځواب به څه وي؟

۳ : مخلص نيازی

ورته به ووايم چې ته خو ډېرو هيوادونو ته ولاړې داسي کوم هيواد دي ولیدلو چې ولسمشر يې پردي راوستلي وي او خپل ملت پرې وژني؟!!

۴ : ذآکر نصیب الله

ورته وايم هغه وخت چې طالب پسي امريکا راغلل هغه وخت دا طالب د ملک ملي اردو نه وو؟ او د دې وطن بچی نه وو چې اوس دي په ملي اردو خوا بديږي او د ملک بچيان ورته وایاست؟

۵ : قاري نجيب مبارک ځاځی

چې په مخه راشي ورته وايم به چې د خدای خاطر هغه شعر بیا راته ووايه!
چاچې وهلی سر په سنګ ده ماسره – لا يې سر په درد ده

۶ : نور احمد وياړ

زه به ورته وايم چې رئيس صیب هغه د دوستم او ایشچي مسئله څنګه شوه؟

۷ :ګمنام اشنا

ماته که موقع په لاس راشي نو یو مبارک لفظ ورته کاروم او هغه هم په لوړ آواز ( فدایي درغی!)

۸ : حافظ صفري

به رویش تف ميکنم و میګم از خاک آزاده ګان بیرون شو.

۹ : شريف خان

دا ټولو دروغ ليکلي هر يو چې ور سره مخ کيږي سيلفي به ورسره اخلي او بيا به يې په فیسبوک کې شیر کوي او لیکي به چې يو ښکلې سیلفي له رئيس صاحب سره.

۱۰ : حماد الله نيازی

باچا ! د بګرام د زير خونې عکس دي ولي پوټوشاپ کړی و؟

۱۱ : فاروق اسرار

صرف دا ورته وايم د افغانستان ارضي تماميت او استقلال تعريف کړه !

۱۲ : کنړۍ ملالۍ

صيب زه به ورته فقط دغه ایات مبارکه او ورسره ترجمه نشر کړم …

(سورةُ التوبه :۲۳) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾.

اې مؤمنانو ! خپل پلرونه او وروڼه هم خپل دوستان مه نيسئ ، که چيري هغوی پر ايمان باندي کفر ته ترجيح ورکړي. ستاسي څخه چې څوک هغوی په دوستۍ ونيسي ، همهغوی به ظالمان وي.

۱۳ : حمزه افغان

پوښتنه به ترې دا وي : چې آيا د دې مظلوم ولس پر حال خپل وجدان ته خجالت يې او کنه ؟؟؟؟؟

۱۴ : عبدالوکيل مسلم

زه به ورته وايم افرين شاباش کله کله داسي خوندوري خوندوري ټوکي کوه لکه سر دي په ککرۍ کې در ماتوم او يا لا تر اوسه يې سر په درد دی ههه.

۱۵ : محمد مستشهد شینواری

ولس مشره ! څه وجه ده چې په هند کښې هنديان مړه شي نو د خواشينۍ اظهار ورباندي کوې او غندې يې؟ خو که د خارجيانو بمبار کښي افغان ولسي وګړي شهيدان شي نو نه دي د خواشينۍ پته لګي او نه د غندني؟

پر پاڼي ډېرو دوستانو بېلا بېل نظرونه ويلي خو له ۲۵۰۰ تبصرو يې تر ټولو زيات دريو خبرو ته اشاره کړې:

۱ : که له اشرف غني سره مخ شوو ورته وايو ته (غلام) يې او نور له غلامۍ لاس واخله.

۲ : ډېرو ليکلي که ورسره مخ شوو لومړی به يې ښکل کړو او وروسته به ورته وايو چې زر کلن شې!

۳ : ولسمشره په خپلو کړنلارو کې تبديلي راوله (د خبرو کولو په مهال مه احساساتي کيږي ، عملي کار کول په کار دي ستا له پاره نه يوازي خبري او تشي وعدې ، افغان اولس ستا له لاس تباه دی ) او نور.

يادونه : پر فیسبوک پاڼه يادي پوښتني له ۲۵۰۰ زياتي تبصرې او پوره ۲۴۰۰ لايکونه اخیستي ، همدا راز دا پوښتنه د نن ټکي اسيا فیسبوک پاڼي ۱۳۵۲۷۷ مينوالو ته رسېدلې. که تاسو هم غواړئ چې پوښتنه مو د نن ټکی اسیا پر فیسبوک پاڼه مطرح شي، اړیکه راسره ونیسئ او خپله پوښتنه را ولیږئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د