افغانستان

جنرال ظاهر: د ټاکنو پر مرکزي دفتر وسلوال بريدګر په سپکو او درنو وسلو سمبال دي

نن ټکی اسيا: د کابل د پوليسو مشر جنرال ظاهر وايي چې، دکابل خیتځ نهمه حوزه کې د ټاکنو پر مرکزي دفتر وسلوال بريدګر په سپکو او درنو وسلو سمبال دي چې، د ټاکنو دفتر ته څېرمه په يوه نيمه جوړه شوې ودانۍ کې يې خپل سنګر نيولی او د ټاکنو پر دفتر د کلاشينکوف، پيکا او راکټ ډزې کوي.
جنرال ظاهر وايي چې، د وسلوالو بريګرو شمېر درې تنه دی او پوليسو يې پر خلاف خپل عمليات پيل کړي، ولې تر اوسه ندي توانيدلي چې، د ټاکنو د دفتر کارکوونکي وژغوري.
يو شمېر سرچينې وايي چې، ديارلسو بريدګر د ټاکنو له دفتر سره نژدې يوې نيمې جوړه شوې ودانۍ ته ختلي او د ټاکنو پر دفتر يې د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د ټاکنو ټول کارکوونکي د ريس يوسف نورستاني په ګډون په دغه دفتر کې بند پاتې دي او امنيتي ځواکونه تر اوسه په دې ندي توانيدلي چې، دغه کارکوونکي راخلاص کړي.
طالبانو د کورنيو چارو دوزارت هغه ادعاوې عملا رد کړې چې، ويلي وه چې، د ټاکنو د امنيت لپاره بشپړ تياری لري.  جګړه اوس هم روانه ده، د مرګ ژوبلې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x