fbpx

خیر القرون: پنځم درس

لیکوال: احمد الله عاطفي

سابقون الاولون

الله سبحانه متعالی دزیاتو مهربانیو او ځانګړي کرم سره دسیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مبارکو اصحابو ته په مجموع کې دجنت او هلته په خوشحالي داوسیدو زیری ورکړی،ددوي عبادات او طاعات ئې منلي او له ګناهونو ئې تیر شوی، خپله خوښي ئې له دوي څرګند کړی او درحمت په دي پریکړي دوي خوښ دي چې دایمان سعادت ئې په برخه شوی، په حمد او ثنائې ئې دالله سبحانه وتعالی درحمت پیرزوئني هر کلی کړی.

الله سبحانه وتعالی په صحابه وو دومره درحمت پراخي مهرباني پیرزوئينه کړي او ددوي مقام او ارزښت ئې دومره ستر بیان کړی چې هرڅوک په غوره توګه ددوي متابعت وکړي،دجنت مستحق دی او داسلسله به تر قیامته روانه وي! الله اکبر.

قال الله تبارک وتعالی : وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ.(التوبه: ۱۰۰)

ژباړه: او دمهاجرینو او انصارو لومړني سبقت کونکي او هغه چې په غوره توګه ئې ددوي متابعت کړی؛ الله ترې راضي شوی اودوي ترې راضي شوي او داسي جنتونه ئې ورته تیار کړي چې ترې لاندي ویالې بهیږي، تلپاته په هغه کي، همدا ستره بریا ده.

دسیرت اومسلمان تاریخ لیکونکو په آند ،سابقون الاولون هغه چې داسلامي بلنې په لمړي ورځ پرته له درنګه په اسلام مشرف شول( اُم المومنین سیده خدیجه بنت خویلد،زید بن حارثه،علي بن ابي طالب او ابوبکر صدیق ،رضی الله عنهم)،چې دوي ته دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دریښتینولي ،پاکې او دشخصیت کره والي هیڅ یو اړخ پټ نه و اونه مبهم، ددې څلورو شخصیتونو څخه دري تنه( اُم المومنین سیده خدیجه بنت خویلد،زید بن حارثه او علي بن ابي طالب) دده دخپلې کورنۍ غړي او بل بارز شخصیت، ریښتینی دوست سیدنا حضرت ابوبکر صدیق و(سیرت: رحمت اللعالمین لمړی جلد).

امام بغوي فرمايې: ځیني علما دمن توری دتبعیض لپاره اخلي معنی دا چې لمړني مسلمانان،سیده خدیجه بنت خویلد،زید بن حارثه، علي بن ابي طالب اوحضرت ابوبکر صدیق ، چې دصدیق په دعوت حضرت عثمان بن عفان، حضرت زبیر بن عوام، حضرت عبد الرحمن بن عوف،حضرت سعد بن ابي وقاص او طلحه بن عبید الله دلمړنیو په ډله کې او دانصارونه هغه شپږ پاک روحونه چې په بیعت العقبه کې ګډون درلود او بیا په دویم بیعت کې شمیراویاوو تنو ته ورسید، چې داټول امامان او له دي وروسته ئې اقتدا کونکي (دویمه درجه) لرونکي دي.

ابن هشام دسابقون الاولون شمیر (۴۰) تنه ښيي چې دقریشو دمختلفو قومونو او کورنیو څخه وو( ابن هشام سیرت: لمړي جلد)
د(وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ) په دې مبارک کلام کې مفسرین کرامو، بیلا بیل جمهور قولونه ذکر کړي چې یو دبل منافي نه دی.

۱ ــ سابقون الاولون هغه صحابه (نارینه او ښځینه)رضی الله عنهم، دي چې ددواړو قبلوته ئې لمونځ کړی(سعید بن مسیب،قتاده او…،رحمهم الله).

۲ ــ هغه صحابه دي چې دبدر غزا کې ګډون درلود(حضرت عطأ بن رباح او …،رحمهم الله).

۳ ــ هغه صحابه چې بیعت الرضوان کې برخه درلوده (شعبي او …رحمهم الله).

۴ ــ دپورته قولونو په اساس د صحابه وو لمړنۍ ډله سابقون الاولون، له دغو هریوې پیښي وروسته که دمهاجرینو صحابه وو څخه دي یا له انصارو نه په دویمه درجه کې دي (امام مظهري او امام قرطبي رحمهما).

یو قول دتفسیرمظهري دی چې ټول صحابه ئې کرام سابقون الاولون دي او پاتې امت په دویمه درجه کې ،ځکه دصحابه و ایمان دپاتې امت له ایمان راوړلو نه لمړی و.

ځیني علماءکرام د(مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَار) دمبارک کلام نه د(من) توری دتبعیض لپاره اخلي، په دي اساس دالقب دمهاجرینو هغه شخصیتونو ته ورکوي چې نومونه ئې وړاندي ذکر شول او د انصارونه اول بیعت کونکي حضرت ابو امامه اسعد بن زراره،چې ده مبارک له ټولونه لمړی بیعت وکړ.

دویم: حضرت عوف بن حارث.
دریم:حضرت رافع بن مالک .
څلورم: قحضرت طیبه بن عامر .
پنځم: حضرت جابر بن عبد الله .
شپږم: حضرت عقبه بن عامر .

سیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دي شپږو تنو بیعت کوکنکو(رضی الله عنهم) نه حضرت رافع بن مالک ته لیکلی قرآنکریم ورکړ کوم چې تر دي دمه نازل شوی وو.

په دویم بیعت کې له انصارو نه(۷۰ ) تنو شخصیتونوګډون درلود.

دالله سبحانه وتعالی دسترې پیرزویني قدر او قیمت په رښتیا صحابه ئې کرامو آداکړی، داسلام راوړلو له لمړي ورځي خپل سر اومال دالله رضأ لپاره په ریښتینولي وړاندي کړ، دهر کواښ مقابله ئې په ډاډمنه توګه تر سره کړه، دالله دین ئې دنړۍ ګوټ ګوټ ته ورسو، دمکي او مدیني له چاپیریاله دباندي اسیا، افریقا او اروپا زمکي ددوي دشهیدانو په قبرونو ښایسته دي، اسلامي امت په ایمان کې ددوي داحسان او قربانیو پوروړی دی، څومره بد بخت او شقي انسان به وي چې ځانته مسلمان وائې او دصحابه عظمت او عفت دسوال لاندي راولي، په زړه او خوله کې ذره قدري ایماني مخالفت به په سریح توګه دالله دپورته کلام سره دمخالفت اعلان وي . اعوذ بالله من الشیطن الرجیم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د