
يو سپين ږيری کيسه کوي ….
ژباړه: محمد نبي (الدين)
يوه ځوان واده وکړ، پلار يې د مبارکۍ لپاره کورته ورغلی
کله چي يې پلار کښېناست، له زوی څخه يې کاغذ، پلسين او پلسين پاک وغوښتل
ځوان: څه په کوې؟
پلار : بس را يې وړه…
ځوان ولاړ سو پلسين او کاغذ يې پيدا کړل، خو پلسين پاک يې نه کړ پيدا
پلار: لاړ سه او له بازاره يې راوړه!
زوی هم په تعجب سره له کوره د بازار په لور روان سو، پلسين پاک يې را وړ او د پلار تر څنګ کښېناست…
پلار : وليکه!
ځوان: څه وليکم؟
پلار : چي خوښه دي وي…
ځوان يوه جمله وليکل
پلار: پاکه يې کړه!
ځوان هغه بيرته پاکه کړل…
پلار : وليکه
ځوان: ته او خدای! ستا مطلب څه دی؟
پلار : وليکه
ځوان بيا يو څه وليکل
پلار: پاکه يې کړه!
ځوان بيرته جمله پاکه کړل…
پلار: وليکه
ځوان وويل: ته او خدای! راته ووايه ستا مطلب څه دی؟ …
پلار: وليکه!
ځوان د درېيم ځل لپاره بيا يو څه وليکل…
پلار: پاک يې کړه!
وروسته پلار زوی ته وکتل او ويې ويل: ايا اوس هم ورقه سپينه ده ؟
ځوان: هو، مګر ته راته ووايه، چي څه خبره ده؟
پلار، ځوان پر اوږه وټکوی او ورته ويې ويل: ګرانه زويه! واده و پلسين پاک ته اړتيا لري…
که ته په واده کي له ځانه سره پلسين پاک و نه لرې، او د خپلي ښځي ځيني هغه مواقف، چي ستا نه خوښيږي، ورباندي پاک کړې … او ستا ښځه هم همداسي و نه کړي، نو د واده صفحه به ډېر ژر تکه توره سي…