افغانستان

ناټو: د الوتکې د غورځېدو په پيښه کې ۱ امریکايي عسکر مړ او ۶ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶): په کابل کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت منلې چې د تیرې شپې په پېښه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي دي.

ناټو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تیرې جمعې په ورځ ماښام په لوګر ولایت کې ددوی یوه الوتکه را وغورځېده چې له امله یې یو امریکايي عسکر تر سخت ټپي کېدو وروسته ومړ.

خبرپاڼې ټینګار کړی چې الوتکه د دښمن په برید کې نه ده غورځېدلې، په کښي سپاره ټول کسان شمېرل شوي دي، خو یو امریکايي عسکر مړ او شپږ امریکايي عسکر چې د الوتکې عمله وه، ټپيان شوي دي او تر تداوي لاندي دي.

د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن خپل ژور خفګان ښکاره کړی او د قرباني شویو عسکرو کورنیو ته یې پر دغه ناوړه پيښه تسلیت ویلی دی.

ناټو زیاته کړې چې دوی به د پيښې په اړه پلټنې وکړي.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي وه چې د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې يې د امریکایانو یوه لویه چورلکه را نسکوره کړه چې له امله یې په کښي سپاره ټول عسکر ووژل شول.

نوموړي وویل چې بهرنیو او کورنیو ځواکونو غوښتل چې په یاده ولسوالي کې د طالبانو پر یوه مرکز چاپه ووهي چې د مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې الوتکه را نسکوره شوه.

د مجاهد په وینا په دغه الوتکه کې شاوخوا ۴۳ تنو بهرنیو او کورنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر ولایت دولتي چارواکو رسنیو ته د ۵ تنو عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو او ویلي یې وه چې الوتکه د یوې ونې سره ټکر وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

اصلا اوله کی د الوتکی د لویدو خبر حکومتی چارواکو تر هغی نه یادولو چه بادارانو یی ورته امر نه وو کړی ، د بادارانو له پرمټ اخستلو وروسته یی یو کس پکی زخمی ښودلی او د الوتکی رالویدل یی هم تخنیکی عوارض یاد کړل ، کله چه د طالبانو نماینده یی د مړو شمیر ۴۳ یاد کړو او دوی یو زخمی شودلی وو ځان ورته ډیر بد ښکاره شو یعنی دا ورته ډیر لوی ښکرور دروغ معلوم شول یو کس یی مړی او ۶ یی زخمیان وښودل او هغه یی هم عسکر نه بلکه د الوتکی عمله وښودله .… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x