نړۍ

د کونړ مرستيال والي په پېښور کې نامعلومو وسله والو تښتولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶):د کونړ مرستيال والي احمد نبي احمدي په پاکستان کې د نامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوی.

مرستيال والي چې د ځينو سرچينو په وينا پېښور ته د درملني په موخه تللی وو د کوزي پښتونخوا په ډبګرۍ سيمه کې تښتول شوی.

پېښه پرون د ورځي ناوخته مهال را منځته شوې.

په پيښور کې نوي ټاکل شوي جنرال قونسل «معین مرستیال» ایکسپریس ټریبیون ته ویلي: مونږ لومړی فکر کوی چی هغه به دلې شاوخوا وي، خو وروسته چې يې زمونږ تلیفون ته ځواب ونه وایه، مونږ په کابل کې خپل حکومت ته او د خیبر پښتونخوا چارواکو ته خبر ورکړ.

نوموړي ویلي چې مرستیال والي د تیرې پنجشنبې په ورځ پيښور ته راغلی وو تر څو په ډبګرۍ سیمه کې یوه ډاکټر ته ځان ښکاره کړي، چیري چې هغه د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شو او تر اوسه یې په اړه هیڅ معلومات نشته.

معین مرستیال وویل چې مونږ د خیبرپښتونخوا د امنیتي چارواکو سره په دوامداره اړیکه کې یو او تمه لرو چې هغه ژر تر ژره وژغورل شي.

د شاقبول پولیس سټیشن د نوموړي د تښتول کېدو پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې دوی يې د موندلو په هڅه کې دي.

د يادوني ده چې وختونه وړاندي يو ځل د کونړ والي هم په پېښور کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو چې وروسته ازاد شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x