
غزني کې ۱۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶):د غزني چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو د غزني ښار په شهباز او قلعه قاضي پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې ۹ عسکر وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.
د غزني د ولایت ویاند محمد عارف نوري وايي، تېره شپه طالبانو د غزني ښار په اړوند پوستو ډله ییز بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې ۹ عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د نوري په خبره، په دغه دوه ساعته نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.
اخوا، د غزني د امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو د ده یک، قره باغ، اب بند، زنخان او ګیلان ولسوالیو پر امنیتي پوستو هم بریدونه کړي او دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه یې د غزني ښار اړوند د شهباز او قلعه قاضي پوستې نیولې او د دوه قومندانانو خلیل او اختر په ګډون یې ۱۴ پولیس وژلي دي.
طالبان وايي، د تېرې شپې نښتو کې یې یوازې یو وسلهوال ټپي شوی دی.
طالبانو د غزني ښار او ولسوالیو پر پوستو داسې مهال بریدونه ډېر کړي، چې تېره اوونۍ یې د اندړو ولسوالۍ هم له دولتي ځواکونو نیولې وه.