نظــر

روان بریدونه څه معنی ؟

د  اجیر رژیم تر سلطه لاندې کابل ښار ته  دامنیتي او استخباراتي توجه  د ډیرښت له امله  پولیسي ښار وایي ، د کرزي رژیم دخپلو امنیتي صلاحیتونو نیمایي یې دهمدې ښار ددفاع لپاره ځانګړي کړي ، ترڅو په دې ښار کې موجود  د رژیم ادارات دمجاهدینو له بریدونو وساتي  او دهمدې ښار په وضعیت په استدلال سره  نړیوالو او هیوداوالو ته  د حاکمیت  او ډاډمن حکومت  دروغجنه لاپه ووهي .

خو له ټولو  امنیتي کمربندونو ،  څارونکو بالونونو ،  اوپراتیفي شبکو  او استخباراتي توجه سره سره  واکمن رژیم نه دی توانیدلی دمجاهدینو  د حملو  مخه ډب کړي .

په دې وروستیو کې  چې له یوې خوا  انتخاباتي پروسه رانږدې شوې له بلې خوا کابل ښار  دنوروز  دناروا مراسمو  دلمانځلو کوربه وو ، مجاهدین  د یرغلګرو او داخلي اجیرانو له ټولو  امنیتي هڅو سره سره توانیدلي دي  د کابل په زړه کې  ددښمن په ترټولو حساسو مراکزو  بریدونه ترسره کړي .

په دې وروستیو څو ورځو کې له پلازمینې کابل څخه  د تودو معرکو او هدفمندو فدایي بریدونو ښار جوړ شوی دی ، په حکومتي حساسو ادارو ،  د خارجي دښمنانو په ځالو او میلمستونونو  او انتخاباتي مراکزو باندې  یو برید لا پای ته نه وي رسیدلی چې بل پيل شي ،  په سرینا هوټل ،  او دارالامان ته نږدې  دانتخاباتو په مرکز تر بریدو وروسته  دکابل په کارته سه کې  د خارجیانو په یوه  مخفي میلمستون او تبشیري مرکز  بریالي عملیات ترسره شول ، ددې عملیاتو له پای ته رسیدو څو ساعته وروسته  د کابل هوایي میدان ته څیرمه  دانتخاباتو دکمیسیون په  مرکزي دفتر  څو تنو مجاهدینو  د درنو او سپکو وسلو برید پیل کړ ، چې تراوسه لا دوام لري .

دا نتخاباتي کمیسیون  په مرکز له برید وروسته داسې ویل کیږي چې دکابل په هوایي میدان کې هم  دطیارو الوتنې ځنډول شوي دي او په اړوند سیمه کې درنه جګړه لا روانه ده .

 غربي میډیا او درژیم  تحت الحمایه رسنۍ  دمجاهدینو ددې جرأتمندانه بریدونو  په مقابل کې یوازې هڅه کوي ترڅو دبریدونو تلفات پټ کړي  او  بریدونه معمولي وښیي ، دهمدې لپاره خو  د نی په نامه درسنیو یوې  ټولنې  رسما تصمیم نیولی چې د مجاهدینو د بریدونو په اړه  به  دانتخاباتو د تیریدلو تر نیټې څه نه وایي ،   کومې رسنۍ چې دبریدونو دسترتیا او حساسیت له امله مجبوریږي  چې خبر ورباندې نشر کړی کوښښ کوي چې دغه حساس  بریدونه  معمولي وښيي او په دې توګه په رڼا ورځ لمر په  دوو ګوتو پټ کړي .

مګر دوضعیت  دبې پرې څارونکو  په باور  په پلازمینه  کابل او دهیواد په لراوبر کې روان بریدونه  څو خبرې ثابتوي چې دلته ورته په لنډو اشاره کوو .

ـــ  دابریدونه  ښيي چې مجاهدین  دعملیاتي لاسرسي ، جنګي تاکتیک  او مورال له اړخه دپخوا هرکله په نسبت به ښه موقف کي دي ، مجاهدین کولای شي دزمان او مکان له حساسیت سره سره  خپل اهداف په دقیقه  توګه وټاکي او په پوره بریالیتوب ورته ځان ورسوي   .

ــــ  روان بریدونه ښيي  چې  دغربي اشغالګرو غوندې د واکمن مفسد رژیم  امنیتي  وړتیا هم  هسې  داوبو دمخ کرښي دي ، دوی چې نشي کولای  په کابل کې  د  سرینا هوټل  او دانتخاباتي کمیسیون دمرکزي دفتر غوندې د حساسو  ځایونو امنیت وساتي ،  نو معلومه خبره ده  چې دوی په بشپړ ډول دمجاهدینو دبریدونو په وړاندې بې سیکه او وار پار ترې خطا دی .

ــــ  مجاهدینو چې څو ورځې وړاندې ګواښ کړی وو چې ددښمن انتخاباتي پروسه به اخلالوي ، وروستي بریدونه ښیي چې مجاهدین په کامله توګه دا استعداد  او وړتیا لري  چې ددښمن پروسې  سبوتاژ کړي او په دې توګه غربي دښمنان په دې هیواد کې  خپلو شومو اهدافو ته له رسیدو څخه راوګرځوي .

ــــ روان  بریدونه ددښمن تبلیغاتي اجیرانو او مزدورو رسنیو ته هم  دا پیغام لري ، چې که دوی  دمجاهدینو اړوند خبرونه نشروي یا نه  خو مجاهدین دا توان لري داسې حساس  او اغیزمن عملیات ترسره کړي چې دوی یې دخبر نشرولو ته اړ کړي .

ــــ   روان بریدونه  داجیر رژیم بهرنیو ملاتړو ته هم څرګند پیغام لري ،  هغوی چې په تمه دي ،  د تبلیغاتي لوبو ، استخباراتي سازشونو  او مختلفو دسیسو په کارولو سره  به جهادي خوځښت خاموشه کړي ، دبریدونو له دې تسلسل څخه باید  دوی دا زده کړي چې  جهادي خوځښت  کمزوری شوی نه بلکې دهرې ورځې په تیریدو سره مخ په قوت روان دی  او ددښمنانو دسیسي نه شي کولای  دمجاهدینو دعملیاتو په وړاندې کوم خنډ ایجاد کړي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x