نظــر

جګړه بس ده!

ابو یاسر افغان

په دې کې شک نشته چې د جګړې کار ورانی او تباهي ده، مګر هغه د هېواد تکړه شاعر مطیع الله تراب صېب وایي:

مونږه جنګ نه کوو، خو جنګ پر مونږ را و تپل شي
د پلار نیکه د شملې ننګ پر مونږ را و تپل شي

د جګړې نه رښتیا هم زموږ ملت ستړی شوی دی، خو جګړه او جهاد یا د دنیوي اهدافو او دیني اهدافو لپاره جګړې توپیر سره لري د خپل دین، حریم او آزادۍ په دفاع کې جنګېدل دا زموږ لپاره ستړیا نه بلکې د راحت سبب دی، په داسې یو حالت کې چې پر هېواد مو د نړۍ لویو زبر ځواکونو وحشیانه یرغل کړی او دا شپاړس کاله یې زموږ دیني او ملي ارزښتونه رامسخره کړي، موږ ته له جګړې پرته بله لاره نه ده پاتې، د اشغال او اشغالګرو خلاف جګړه زموږ د دین او عزت جګړه ده او موږ دغې جګړې ته د آزادۍ جګړه او مقدس جهاد وایو.

موږ او تاسې هره ورځ د رسنیو، ګوندونو، ټولنو او ځینو هېوادونو له لوري همدا نارې سورې اورو چې وایي جګړه بس ده او راځئ د هېواد په بیا رغاونه کې ونډه واخلئ!! تعجب دی پر داسې خلکو چې موږ د خپل دین او خپلې خپلواکۍ لپاره له جګړې را ګرځوي او راته په ګوړه کې د شاتو راکولو هڅه کوي، دوی موږ د نړیوال کفر غلامۍ ته هڅوي او راته وایي چې: امریکا او ناټو خو د افغانستان د بیا رغاونې لپاره راغلي، نو ستاسو جګړه د دوی خلاف روا او سم کار نه دی!!

دوی ته دې جوته وي چې دا امریکایان او متحدین یې موږ ته تاسو مه را پېژنئ، دوی خو موږ ته زموږ قرآن را ښودلي چې زموږ ستاسو دوستان نه شي کېدای، کله چې دوی زموږ دوستان نه شي جوړیدای، نو زموږ لپاره به وطن څنګه را جوړ کړي او یا به زموږ سره بې غرضه مرستې څنګه وکړي؟؟ په تېرو شپاړسو کالو کې هغه کوم وحشت او جنایت ؤ چې دغو د بیزو بچیانو و نه کړ؟؟ په سعودي، قطر، ترکیه او ځینو نورو هېوادونو کې د امریکایي پوځیانو موجودیت په دې معنی نه دی چې ګني دوی زموږ دښمنان نه دي او موږ یې هم باید دلته موجودیت تسلیم کړو، یو خو دا چې زموږ پر هېواد یې یرغل کړی، دویم دا چې دلته یې د خپلې خوښې مفسد رژیم پر خلکو مسلط کړی او د بې دینۍ، بې حیایۍ او بد مرغۍ د خپرولو هیڅ یوه موقع له لاسه نه ورکوي، نو د دوی په خلاف جهاد پر موږ فرض دی او بله دا چې موږ په سعودي او قطر نه بلکې پر قرآن او حدیث ایمان لرو او دا زموږ عقیده ده چې د کفارو سره دوستي د اسلام سره دښمني ده، د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره جګړه د خپل عزت او هویت څخه د دفاع جګړه ده، امریکا د ټولې نړۍ امن له منځه وړی او د دجال د راتګ لپاره لاره برابروي، دا د بیزو بچیان اشغالګر امریکایان دلته په هیڅ یو ظلم صرفه نه کوي، نو تر څو چې اشغال وي، پرضد به یې جګړه وي او دغه جګړه په حقیقت کې هغه مقدس جهاد دی چې سپېڅلی قرآن عظیم الشان یې په هکله موږ ته امر کوي.

لنډه دا چې موږ هم جګړه نه غواړو، خو د کفارو او د هغوی د ملګرو او غلامانو خلاف جهاد زموږ لپاره زموږ د دین مسئله ده او هېڅکله به ترې په شا نه شو، دا جهاد دی د نورو بې ګټو جګړو سره نه تشبیه کېږي او خپل ګران مسلمان او مجاهد ملت هغو بچیانو ته چې لا هم په دې هکله متردد او په شک کې دي ور په زړه کوو چې د دغو راغلیو کفارو په وعدو او یو څو پلچکونو تېر وتل به مو لویه سهوه وي، که دنیوي او اخروي عزت غواړئ، نو د غربي رسنیو له جادو را ووځئ او د خپل دین، هېواد او خپلواکۍ لپاره د دغو یرغلګرو امریکایانو خلاف د جهاد سنګرونو ته را ودانګۍ چې هم مو دنیا ښایسته شي او هم مو اخرت.

د امریکایانو لخوا زموږ خلاف جګړه د ترهګرۍ خلاف جګړه بلل د هیڅ یو مسلمان احساس نه شي منلی، هر د عقل او احساس څښتن پر دې پوهیږي چې امریکایان د شیطانت او رذالت په واسطه ملتونه تېر باسي او د خپلې غلامۍ تر جغ لاندې یې را ولي، کله چې پرې خپله سلطه ټینګه کړي، نو بیا پرې خپلې ټولې غوښتنې مني، اوسنۍ صلیبي جګړه یې د ترهګرۍ خلاف جګړه نومولی، خو په حقیقت کې دا د اسلام او اسلامي امت خلاف دجالي او صلیبي جګړه ده، دا نن چې دلته د دوی سلګونه نظامي او غیر نظامي مؤسسات د بیا رغاونې په نوم فعالیتونه کوي دا ټولې د سي آی اې لخوا په مختلفو ماموریتونو ګومارل شوي لکه د نصرانیت ترویج، د بې دینۍ او بې حیایۍ ترویج، د قومیتونو او نژادي توپیرونو را پارول، د هېوادونو تجزیه کول، د مستعمره هېوادونو د کانونو، تېلو او نورو غني زیرمو لوټ او تالان او بلاخره ټول هغه کارونه ترسره کول چې مسلمانان پرې ذلیله او دوی ته محتاج کېدای شي، اوس دی نو هر د ایمان څښتن په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړي او د امریکایي اشغال خلاف په فرض جهاد دی قضاوت وکړي چې آیا دا یوه ناروا جګړه او که فرض عین جهاد دی؟؟

راځئ! چئ د اتفاق او اتحاد لاسونه سره ورکړو او نور نو د نړیوال کفر د غلامۍ له ذلت څخه خپل خلک او خپل هېواد خلاص کړو، کله چې موږ خپلواک شو، نو د خپلواکو هېوادونو سره د سیالۍ او ترقۍ مخه به راته خلاصه شي، کومې سیالۍ ته چې په غلامۍ کې رسېدل هسې خیال او مهال دی.

د ګران هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د قیام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x