خبرونه

«راتلونکي ټاکنې تراوسه بې برخلیکه پاتې دي»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶):د ګډ حکومت په مخکې له ډېرو ننګونو سربېره د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې په مخکې پاتې دي؛ خو د هېواد امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي او د دولت کړۍ یوازې د ولسوالیو تر مرکزونو محدوده کېږي.

پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ټاکنو په اړه هېڅ نه وايي او د راتلونکو ټاکنو برخلیک تراوسه په ډاګه شوی نه دی.

«د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ مشر» جانداد سپین غر وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې خپلمنځي اختلافات ورځ تر بلې ډېریږي او په تېرو درېو کلونو کې دغه کمېسیون تراوسه خپل کارکوونکي پوره نه شو کړای؛ نو راتلونکي ټاکنې به له ډېرو ننګونو سره مخ شي.

دده په خبره، د ټاکنو کمېسیون د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۱۶ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پلان کړي؛ خو معلومه شوې نه ده، چې دغه ټاکنې به څه ډول ترسره کېږي. ایا له پخوانیو کارتونو کار اخلي، که نوي کارتونه وېشي او یا د رایه اچونې لپاره نورې لارې ګوري.

ورته اندېښنه «د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ» رییس نعیم اصغري هم ښيي. دی وايي، د ټاکنو کمېسیون مخکې ویلي وو، چې راتلونکو ټاکنو کې به له نوې ټېکنالوجۍ نه کار واخلي؛ خو تراوسه یې په دې اړه هېڅ کار نه دی ترسره کړی او نه یې اړین توکي رانیولي دي.

خو اطلاعاتو د لاس رسي کمېسیون مشر سید اکرام افضلي بیا د ټاکنو په خپلواک کمېسیون تور لګوي، چې په دې اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه وايي او نه هم خلک د راتلونکو ټاکنو په اړه پوهوي.

پر ټاکنو د څار بنسټونه دغه اندېښنې داسې مهال ښيي، چې تېره اوونۍ د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله د دارالانشاء ریاست پنځه کارکوونکي له دندې ګوښه او لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شول.

د نړیوالو رسنیو د څېړنو له مخې، اوسمهال د افغانستان زیاته خاوره د طالبانو سره ده او په داسې حال کې ټاکنې کول ناشوني دي.

د ولسي جرګې پنځه کلنه دوره تېرکال پای ته رسېدلې؛ خو له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې تراوسه پر خپل ځای پاتې ده.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي تراوسه اعلان شوي نه دي او د امریکا د بهرنیو چارو د مخکېني وزیر جان کېري په منځګړیتوب اوسنی ګډ حکومت جوړ شو او د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ حکومت ووېشل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x