خبرونه

د عامې روغتیا وزارت: د ۸۱۷ د درملو واردونکو شرکتونو جوازونه یې لغوه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶):د عامې روغتیا وزارت د درملو د تنظیم مشر نورشاه کامه وال وايي، د هغو شرکتونو جوازونه یې ځنډولي، چې هېواد ته یې بې کیفیته درمل واردول.

د کامه وال په خبره، له قاچاقي لارو او د بې کیفیته درملو د واردولو پرضد کمپاین کې یې د ۸۱۷ درملو واردونکو شرکتونو جوازونه ځنډولي او د نورو شرکتونو چاڼ روان دی.

دی وايي، اوسمهال ۱۱۰۰ شرکتونه له بهرنیو هېوادونو درمل واردوي، چې نن یې د ۸۱۷ شرکتونو جوازونه وځنډول.

اوسمهال افغانستان په سلو کې ۹۰ سلنه درمل له بهرنیو هېوادونو واردوي، چې لس سلنه یې په هېواد کې تولیدېږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال د ۲۰ هېوادونو د ۱۱۳ شرکتونو پر درملو بندیز لګولی او که چېرې نور واردونکي شرکتونه د درملو کیفیت ته پام ونه کړي، نو پر هغوی به هم بندیزونه ولګول شي.

د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اوسمهال د درمل جوړولو شرکتونه فعالیت کوي او تر دې مهاله ۲۲ ډوله جلا جلا درمل تولیدوي.

افغانستان هر کال له هندوستان، پاکستان او ایران څخه د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت درمل واردوي، چې دغه شمېره د سیمې په هېوادونو کې تر ټولو لوړه ده.

اوسمهال د عامې روغتیا وزارت سره ۱۴۵۰۰ درملتونونه ثبت دي؛ خو د عامې روغتیا د څار نشتوالي له امله دغه درملتونونه ډېری بې کیفیته درمل پلوري.

په هېواد کې د مجهزو روغتونونو د نشتوالي له امله افغانان هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالر په ارزښت په بهرنیو هېوادونو کې په خپله درملنه لگوي.

امریکا او نړیوالو مرستندویانو په تېرو شپاړس کلونو کې له افغانستان سره ۱۰۴ میلیارده ډالر مرسته کړې؛ خو د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې یو مجهز روغتون نه دی جوړ شوی، چې ناروغان خپله درمنله د هېواد دننه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x