افغانستان

کابل: هوايي ډګر وتړل شو

په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کميسیون په مرکزي دفتر د ننني بريد له امله یاد مرکز ته نږدې د کابل هوايي ډګر د الوتکو د الوتنې پر مخ وتړل شو.
د کابل هوايي ډګر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون شمال ته موقعیت لري، د دې ډګر ريس یعقوب رسولي وايي، هوايي ډګر یې د راکټي برید د خطر او الوتکو ته د زیان اوښتو د مخنیوي په خاطر تړلی دی. د نوموړي په خبره لومړی يې غوښتل هوايي ډګر د دوو ساعتونو لپاره وتړي، خو د جګړې اوږدېدو دوی هم ترنامالوم وخته د هوايي ډګر په تړلو مجبور کړل.

په سیمه کې د مسافرو په تمه ځينې کورنۍ د ډګر د مسوولینو له یادې پرېکړې ناخوښه دي او وايي چې دا د دولت په بې وسۍ دلالت کوي، له هوايي ډګره راوتي څو تنه چې ځانونه يې د يوې کورنۍ معرفي کول، د دوی له ‌ډلې یوتن ځوان محمد نادر نن ټکی اسیا ته وويل: موږ نن درېیمه ده ، چې له پکتیکا راغلي يوو، پلار مو له شپاړلس کاله مسافري وروسته له اماراتو راروان دی، خو الوتکه يې هند ته په ګرځېدو مجبوره کړې.
د هوايي ډګر مسوولین هم مني چې د اماراتو او اییر انډیا هوايي شرکتونو دوه الوتکې، چې کابل ته ورروانې وې، هند ته ګرځېدلي دي.
طالبانو خبرداری ورکړی و، چې دوی به په پوره وس د ټاکنو د ګډوډولو اوآن شنډولو هڅه کوي. چې د ذبیح الله مجاهد په خبره (یادو بریدونو د دښمن ټولې لافې شافي باطلې کړي چې د امنيت په اړه يي کولې ، اوس دښمن دومره خجالته شوي چې د نورو بریدونو د مخنيو روحيه يې کاملا له لاسه ورکړي.)
مګر دولتي چارواکي د ټاکنو لپاره د پوره امنیت ډاډ ورکوي او د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو په وینا پوره څلور لکه عسکر د ټاکنو د امنیتي خوندیتوب هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x