ټولنیزه برخه

د بریالي ژوند د پرمخ بیولو په اړه مهم ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ هره ورځ لس تر دېرش دقیقو پورې پلی مزل وکړئ او په لاره باندې د تګ پرمهال مسکا وکړئ، دا د اروایي فشار ضد تر ټولو غوره درمل دي.

۲ ـــ هره ورځ لږ تر لږه د لسو دقیقو له پاره، په یوه آرامه او بې شور او زوږه ځای کې کېنئ.

۳ ـــ هېڅکله له خپل خوب څخه غلا مه کوئ، حتا که ستاسو د خوښې وړ سریال د خپرېدو وخت هم وي.

۴ ـــ هر سهار چې له خوبه را پاڅېږئ، نو لاندې جمله بشپړه کړئ: (زما نننۍ موخه … ده)

۵ ـــ له دې درې څیزونو سره ژوند وکړئ: انرژي، لېوالتیا او د یووالي احساس.

۶ ـــ د تېر کال په پرتله ډېر کتابونه ولولئ او ډېرې لوبې وکړئ.

۷ ـــ هره ورځ د دعا، د اروایي ځواک د لاسته را وړلو له پاره تمرینونو او تمرکز ته وخت په پام کې ونیسئ.

۸ ـــ له اویا څخه پورته او له شپږو څخه کم عمره کسانو سره وخت تېر کړئ.

۹ ـــ کله چې ویښ یاست، نو د خپلو خوبونو په اړه فکر وکړئ.

۱۰ ـــ له مېوو او سبزیو څخه ډېره ګټه واخلئ.

۱۱ ـــ په خپل ورځني خوړنیز رژیم کې شین چای، یوه اندازه ډېرو اوبو او بادامو ته ځای ورکړئ.

۱۲ ـــ هڅه وکړئ، چې هره ورځ لږ تر لږه د درې کسانو په شونډو مسکا خپره کړئ.

۱۳ ـــ هڅه وکړئ، چې تیت و پرک څیزونه او غوسه له کور، موټر او خپل کاري مېز څخه لرې کړئ.

۱۴ ـــ خپله انرژي په آوازو، تېرو موضوعاتو، منفي افکارو یا هغو څیزونو چې ستاسو له کنټرول څخه بهر دي، مه لګوئ، په بدل کې یې خپله انرژي د اوس مهال په مثبتو اړخونو باندې مصرف کړئ.

۱۵ ـــ پوه شئ، چې ژوند یوه ښوونځي ته ورته دی او تاسو د زده کړې له پاره دلته راغلي یاست، مسایل د درسي پروګرام برخه دي، چې را څرګندېږي او له منځه ځي، لکه د ریاضیاتو د ټولګي مسایل، خو کوم درسونه، چې ترې زده کوئ، باید تل پاتې وي.

۱۶ ـــ د سهار له مخې ډېر، د غرمې له مخې منځني او د ماښام له مخې کم خواړه وخورئ.

۱۷ ـــ خپل ځان ډېر جدي مه نیسئ، بل هېڅوک هم دا کار نه کوي.

۱۸ ـــ اړینه نه ده، چې په هر بحث کې بریالي شئ، د نظرونو اختلاف ومنئ.

۱۹ ـــ له خپل تېر سره سوله وکړئ، ترڅو اوس مو خراب نه شي.

۲۰ ـــ خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ.

۲۱ ـــ پرته له تاسو هېڅوک ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ مسئول نه دی.

۲۲ ـــ له هر مصیبت یا ضایعې سره، چې مخ کېږئ، نو خپل ځان ته ووایئ: آیا پنځه کاله وروسته به دا پېښه ارزښت ولري؟.

۲۳ ـــ ټول د هر څه له پاره وبښئ.

۲۴ ـــ هغه څه چې نور یې ستاسو په اړه فکر کوي، په تاسو پورې تړاو نه لري.

۲۵ ـــ هر وضعیت، څه ښه او څه بد، بدلون به وکړي.

۲۶ ـــ د ناروغۍ پرمهال له تاسو څخه ستاسو کار ساتنه نه کوي، دوست مو له تاسو څخه ساتنه کوي، نو له هغه سره خپله اړیکه وساتئ.

۲۷ ـــ تاسو تر ټولو غوره او ښې پېښې سره نه یاستئ مخامخ شوي.

۲۸ ـــ کله نا کله د خپلې کورنۍ غړو ته ټیلیفون وکړئ او ورته ووایاست، چې په فکر کې یې یاستئ.

۲۹ ـــ له ویده کېدلو څخه مخکې هره شپه، لاندې جمله بشپړه کړئ: زه نن د دې له پاره……….. خوشاله او منونکی یم.

۳۰ ـــ له پورتنۍ موضوع څخه مو چې هرڅه زده کړي دي، نو له نورو سره یې شریک کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x