
« ۳۰۰۴ شکایتونه مو ترلاسه کړي»
نن ټکی آسیا: د ټاکنو د شکایتونو کمېسون وايي چې د ددوی د کار د پيله تر دې مهال ۳۰۰۴ شکایتونو ترلاسه کړي چې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د نوماندانو څخه شویدي.
ددغه کمېسون د چارواکو په وینا شاوخوا ۲۲۰۰ شکایتونو د ولایتي شورا ګانو د تحصلي اسناد په اړه شوي دي.
د شکایتونو د کمېسون رئیس عبدالستار سعادت نن /شنبه د مارچ ۲۹مه/ په یوه خبري ناسته کې په کابل کې وویل چې ددغه کمېسون دنده د شکایتونو ترلاسه کول او په اړه يې جدي اقدام کول دي.
دده په وینا دوی په پوره تعهد سره شکایتونو ملاحظه کړي او د اساسي قانون مطابق يې خپل کارونه اجراء کړي.
د شکایتو کمېسون رئیس وايي چې دوی ټولې پریکړې د موثقو اسنادو پر بنسټ کړي او د ټولو اعتراضونو ځواب لري.
ددغه کمېسون د رئیس مرستیاله ریدا عظیمي ویل چې په دغه ۳۰۰۴ شکایتونو کې ۲۷۰۰ شکایتونه هیڅ د اوریدلو نه و او هیڅ ډول شواهد یې نه درلودل. د عظیمي په وینا دوی په خپل کار کې بشپړ آزاد و او د کوم ګوند او اشخاصو طرف يې نه دی اخیستی.
د عظیمي په وینا د دقیقو څېړنو وروسته د ولایتي شورا ۱۰۷ نوماندان له د نوماندۍ د لیسته لرې کړای شول. ددې په وینا ددغو د ځینو عمرونه کم وه او ځينو يې د تحصیل اسناد نه درلودل.
یاده دې وي چې د را روانې شنبې په ورځ ولسمشریزې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره کیږي .