شعـــــرونه

غـــزل…!

شرافت ویاړ

پر دې مزار شیندلي چا لونګ وي هره ورځ
وخوا ته یې د چا د بنګړو شرنګ وي هره ورځ

په توره شپه یو څوک ورته راځي و دې مزار ته
تېر شوي د پښو پلونه یې تر څنګ وي هره ورځ

یوه جنازه نه ده یاره دوې جنازې نه دي
دې کلي او په دې هیواد کې جنګ وي هـره ورځ

د پورې کلا خلګ طالبانو غوندې ښکاري
شهید یې د کلا د وره ملنګ وي هره ورځ

ننګ نشته که له تا پاتي له خاورو یې کړه پورته
د تور ټوپک ماشې دې کړی زنګ وي هره ورځ

له نورو مې توبه ده او له ډېرو مې توبه ده
د ویاړ زړګی بس یو تا پسې ړنګ وي هره ورځ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x