ټکنالوژي

د واټس اپ نوې ځانګړتیا مو له بلا ستونزو ژغورلای شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۶): د واټس اپ او د ځینو نورو مسینجرونو لویه ستونزه دا ده چې کله تاسو یو چا ته په غلطي کې مسیج ولیږئ، بیرته یې حذفولای نه شئ، چې له امله یې کله کله غټې ستونزې را منځته شي.

خو اوس په واټس اپ کې دا کار ممکن دی، که چیري تاسو او ستاسو مقابل اړخ د واټس اپ نوی «اپډیټ» شوی پروګرام په خپل تلیفون کې ولري، تاسو کولای سئ چې پيغام مو په «اوه دقیقو» کې دننه حذف کړئ.

واټس اپ ددغه ځانګړتیا رسمي اعلان هم کړی او خپل د پروګرام د «خصوصیاتو» پاڼه یې هم تازه کړې او دغه خبره یې په کښي کړې ده.

ددې لپاره چې لیږل شوی پيغام ډیلیټ کړئ، لومړی باندي ګوته ټینګه پر ونیسئ، یو لیست به درته را خلاص شي، په هغه کې به د حذف دوه اختیاره وي، حذف د یوه کس لپاره او یا د ټولو لپاره که چیري مو پيغام مثلا کوم ګروپ ته لیږلی وي.

واټس اپ په رسمي ډول د خپل پروګرام «اپډیټ» د انډرویډ او او آی ایس سټورونو ته پورته کړی، خو دا چي تر ټولو کاروونکو دا اپډیټ ورسیږي، وخت به نیسي، ځکه نو انتظار وکړئ او هڅه وکړئ چې خپل واټس اپ پروګرام ژر تر ژره اپډیټ کړئ.

واټس اپ بیا هم ټینګار کړی چی باید تر پیغام لیږلو مخکې احتیاط وشي، ځکه کیدای شي کله کله دغه ځانګړتیا په سمه توګه کار ونه کړي او کله دا هم کیدای شي چې ستا تر حذفولو مخکې يې مقابل اړخ وګوری او په اوه دقیقو کې يې دننه د واټس اپ څخه بیرون چیري خوندي کړي، ځکه نو بیا هم احتیاط تر ټولو غوره لاره بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x