شعـــــرونه

د مور مینې ته ډالۍ

شاعر: مظلوم کوچي

که جنت پر دې دنیا ده هغه مور ده
که د ټول ژوندون ښکلا ده هغه مور ده

ما د ژوند له تیاریکیو نه راباسي
چې مې لارې ته رڼا ده هغه مور ده

بې له مور نه په ژوندون یم لکه مړی
چې مې مات وجود ته ساه ده هغه مور ده

چې یې ووینم زړګی مې پرې قرار شي
چې هر درد ته مې دوا ده هغه مور ده

د هر چا به څه ناڅه خوا دربدېږي
چې زړه سواندې تر هر چا ده هغه مور ده

په دنیا کې هم وفا شته هم جفا شته
خو چې صرف وفا وفا ده هغه مور ده

ای {مظلومه} بس له موره دعاء غواړه
قیمتي چې یې دعاء ده هغه مور ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x