افغانستان

طالبان وايي په ننني برید کې يې د انتخاباتو کمیسیون ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر ودانۍ د پنځه ساعته برید په ترڅ کې د خورا زیاتو مالي او ځاني زیانونو د اړولو خبر ورکړ.

د طالبانو په اعلامیه کې د امنیتي چارواکو دا تور چې ګواکې برید کوونکي پنځه تنه ول، په چادریو کې راغلي ول او برید یې هم د کمیسیون نه بلکي په لیرې واټن کې او په یوه بله ودانۍ ترسره کړی، په سختو  ټکو غندلي او په وینا يې : «  نن  غرمه  ۱۲ نيمې بجې  داسلامي امارت د استشهادي کنډک  درۍ کسيز زړورګروپ چې مشر ي يې دزابل اوسېدونکي ملامحمد قاسم کوله (او حافظ قدرت الله  او محمداقبال د کندهار اوسيدونکي ) ورسره ملګري وو دکابل ادارې  د جعلي ټاکنو د کميسیون په عمومي مرکزي دفتر چې دکابل ښار په نهمه حوزه  پکتيا کوټ په سيمه کې يې موقيعت درلود اتلوال استشهادی بريدونه پيل کړل.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې همداراز ویلي، چې برید کوونکي ملګري يې په راکټ لانچر، آتش انداز، PKماشين دار،کلاشنکوفونه او لاسي بمونه  سمبال وو .
نوموړی وایي، چې د دې بريد له امله دکميسيون  محوطې په داخل کې لس  ځايه اور ولګيد چې ورسره د کميسيون اړوند مهم اسناد، دانتخاباتو لپاره دلازمي توکو ډپيوګان، اړوندې ودانۍ، دکميسيون مربوط لوي او واړه نقليه وسائط،  ټول د زورور او ژبغړاند  اور خوراک  او کاملا له منځه لاړل ، چې لوخړې يې ټول کابل مشاهده کولې.
د دغو تقريبا شپږ ساعته بریدونو په دوام کې د کميسيون اړوند په لسهاوو بهرني او کورني ساتونکي، امنيتي عسکر چې  د برید دمهار کولو په موخه سيمې ته راوستل شوي وو، همدا راز د کميسیون اړوند کسان قتل او ټپيان شول.
خبرپاڼې د امنیتي چارواکو په وروستیو غبرګونونو سخته نیوکې کړې او داسې چارې يې د شرم وړ بللي دي، وايي: «د بریدونوپه جریان کې څو ځله دغليم تهاجمې بريدونه چې سلګونو تنه عسکرو پکې برخه لرله د استشهادي مجاهدينو لخوا په شاوتمبول شول چې  ګڼ شمير  عسکړ ترې  قتل او ټپيان  او په امبولانسونو کې په تلوار سره انتقال کیدل.
د دغه پياوړي  او سنجول شوي برید د ممکنه  مخنيوي لپاره  ماتې خوړلي او  وارخطا غليم د تل په څير د برېد د رواني اغېزو په وړاندې سنګر ونيو، سختو دروغو ته يې اوږه ورکړه،  او د عملیاتو  دبې خونده کولو په موخه يې څو له شرمه ډکې هڅې وکړې:
۱ــ خبريالانو ته يې اجازه ورنکړه چې د بريد ساحې ته نږدې ورشي، حقائق خپاره او انځور کړي.
۲ــ په خپلو ادعاوو کې يې په دې کې شک څرګند کړ چې کميسيون دې تربريد لاندې وي !!؟
۳ــ د استشهاديانو سنګر او د کميسيون  ترمنځ واټن يې پنځه چنده زيات وښود.
۴ــ  دنورو بریدونو په څير يې دلته هم  د استشهاديانو تعداد له ځانه  ډير  وښود .
۵ــ  د خپلو تلفاتو د پټولو عادت يې بیا تکرار کړ.
۶ــ په ښځينه چادريو کې يې د فدايانو د ورتګ تور پورې کړ او دخلکو د ذهنيت اړولوهڅه يې وکړه.»

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر کرزي نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د طالبانو له لورې په کابل کې پر وروستیو پرله پسې بریدونو انديښنه ښودلې او د سولې په چارو کې يې د جدي مرسته غوښتنه ترې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x