خبرونه

 کندوز: خان اباد کې د یوې پوستې ۱۳ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۶):د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه د یوې پوستې ۱۳ پولیس وژلي دي.

د خان اباد ولسوالۍ ولسوال رحمت الله امیري وايي، طالبانو تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ  د ادم خان سیمې پر پوسته ډله ییز برید کړی، چې له امله یې د دې پوستې ۱۳ پولیس وژل شوي او یو پولیس تښتېدلی دی.

د امیري په خبره، د ادم خان سیمې په پوسته کې ۱۴ پولیس وو؛ خو یوازې یو پولیس ژوندی وتلی دی.

دی وايي، طالبانو له دې پوستې یو هاموي ټانګ، درنې او سپکې وسلې او د پوستې ټول مهمات له ځانونو سره وړي دي.

خان اباد د کندوز ښار په ۲۵ کیلومټرۍ کې پرته ولسوالي ده، چې ډېرې سیمې یې د طالبانو په ولکه کې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه یې شاوخوا درې بجې د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د ادم خان سیمې د پولیسو پر پوسته برید کړی، چې ټوله پوسته یې له منځه وړې او د قومندان ګلبدین په ګډون یې ۱۷ پولیس او اربکیان وژلي دي.

مجاهد زیاتوي، له دې پوستې یې یو ټانګ، ۱ زیکویک، ۱ هاوان، ۲ میله پیکا، ۱ راکټ، ۸ میله کلاشینکوفونه هم ترلاسه کړي دي.

طالبان خپل لوري ته د یوه تن وژل کېدل هم تایید کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x