افغانستان

ډاکتر اشرف غني: له باګرامه بندیان ما خلاص کړي

نن ټکی آسیا: ولسمشریزو  ټاکنو ته کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي  د جمعې په ورځ  قندهار کې غونډې ته وویل چې د بګرام څخه  د طالب بندیانو خلاصون دده کار و.

 اشرف غني په  غونډه کې ګډونوالو ته ویلي چې ده څو کاله دمخه د قندهار ولس سره وعده کړې وه چې په باګرام کې بندي طالبان به آزادوي
 او اوس يې دادی په خپله هغه وعده چې څو کاله دمخه يې کړې وه، وفا وکړه او طالب بندیان يې له باګرامه خلاص کړل.  احمدزي زیاته کړې چې دی به نور  بندیان هم خلاص کړي.  

تر دې دمخه ولسمشر کرزي ویلي و چې  باګرام د «طالب جوړونې» فابریکه ده او دلته زیات شمېر بې ګناه بندیان اچول شویدي.

ددغو بندیانو تر آزادیدیدو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت یو  ډول عجیب شواهد رسنیو ته وړاندې کړل، چې ګوندې بنديان خطرناک مجرمین دي او تر خلاصېدو وروسته به د طالبانو د لیکو سره یوځای شي. دغه ټول بندیان چې څه موده مخکې آزاد شول ملکي وګړي وه چې  د امریکا لخوا د شپې په چاپو کې نیول شوي وو او د طالب تور پرې لګول شوی و.

داسې ښکاري چې  ډاکتر  اشرف غني احمدزي چې په دې وروستیو کې يې ملاتړي ورځ تر بلې زلمي رسول ته اوړي، غواړي    د قندهار او نور افغان  ولس  رايې په دې ډول ویناوو  ترلاسه کړي.

اشرف غني احمدزی چې تر ټاکنو دمخه يې زیات شمېر ملاتړي درلودل، خپل زیات شمېر ملاتړي هغه وخت له لاسه ورکړل چې جنرال دوستم يې لومړی مرستیال وټاکه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x