
جلال اباد هوايي ډګر کې پر بهرنيانو چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۶):د جلال اباد په هوايي ډګر کې دننه د بهرنيو سرتيرو پر هغه ټيم چې دولتي ځواکونو ته يې روزنه ورکول چاودنه شوې.
په بريد کې ۵ امريکايي انجینرانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له جملې ۲ مړه او ۳ ژوبل دي.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی او وايي دا په هوايي ډګر کې تکتيکي انفجار وو چې په پايله کې يې ۷ کمانډو عکسر او ۲ امريکايان ووژل شول ، همدا راز ۳ امريکايي انجینران او ۵ نور کمانډو عسکر ژوبل شول.
بهرنيو سرتيرو د جلال اباد هوايي ډګر کې د چاودني اړوند څه نه دي ويلي.
د جلال اباد په هوايي ډګر کې بريد داسي مهال تر سره کيږي چې دوه ورځي وړاندي د لوګر په خروار کې د بهرنيو سرتيرو چينوک چورلکه د طالبانو له لوري را نسکوره شو .
بهرنيو سرتيرو د خروار په پېښه کې د ۱ امريکايي وژل او د ۶ نورو ټپي کيدل منلي.