fbpx
امریکایان غواړي په دې پلمه د بلک واټر په څیر اجرتي قاتلان افغانستان ته رادننه او د هغوي د جنایاتو او وحشتونو په وسیله د لته نورهم جګړه تشدید او دوام داره کړي.

د طالب مشرانو په نښه کولو کې به د سي آی اي رول څومره بریالی وي؟

سرمقاله ــ وروسته تر دې چې په افغانستان کې د ټرمپ جنګي ستراتیژي له بدنامي او ناکامي سره مخ شوه امريكايي چارواكو اعلان وکړ چې دوي به په افغانستان كې د دطالبانو د له منځه وړلو لپاره د سي آى اې پټ عمليات پیل کړي.

امریکایانو د اشغال له پیله په افغانستان کې د دوي خلاف روان مقاومت د له منځه وړلو لپاره په مختلفو مرحلو کې مختلف تکتیکونه وکارول خو تر اوسه پوري یې یوه هم موثره نتیجه نه ده ورکړې.

مثلا هغوي د طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو ترڅنګ د هغوی د مشرانو پرسر ملیون ډلري جائزې اعلان کړي.

همدا راز یې د هغوي د په نښه کولو لپاره ډرون بریدونه پیل کړل چې له امله یې ځیني مهم او محوري نظامي چارواکي لکه په جنوب غربي حوزي کې مولوي اخترمحمد(عثماني) په شمال کې ملا عبدالسلام (بریالی) او په ختیځ کې مولوي دوست محمد په نښه او له منځه یووړل، خو د هغوی له منځه وړل نه یواځې دا چې د مقاومت د تضعیف لامل نشو، بلکي لا ګړندی او همدا اوس تر ټولو سخت مقاومت د همدغو وژل شویو چارواکو په مربوطو سیمو کې روان دی.

اوس چې امریکایان تر ۱۶ کاله تیریدو وروسته یوځل بیا د سي اي اي د ځانګړو ځواکونو په وسیله د طالب چارواکو د په نښه کولو اعلان کوي د دې لامل دوه شیان دي:

لومړی غواړي طالب چارواکي په رواني لحاظ تر فشار لاندې ونیسي چې تاسي په مستقیم ډول د مجهزو سي اي اي ځواکونو تر هدف لاندې یاست چې په دې سره به د دوي په ګمان هغوي خپل فعالیتونه کم او مقاومت کمزوری شي.

دوهم امریکایان غواړي په دې پلمه د بلک واټر په څیر اجرتي قاتلان افغانستان ته رادننه او د هغوي د جنایاتو او وحشتونو په وسیله د لته نورهم جګړه تشدید او دوام داره کړي.

د روان میلادي کال له پیله تر اوسه دا د امریکایانو دوهم اقدام دی چې دلته یې د جګړې د ګرمولو او غزولو په غرض تر سره کوي، هغوی تر دې وړاندې د ټرمپ ستراتیژي د عملي کولو په نوم د امریکايي بمبارۍ خونړۍ څپه پیل کړه چې په په یوه میاشت کې ۷۵۱ بمونه پر ولسي افغانانو وغورځول.

خو د دغو سلګونو بمونو له غورځولو سره سره ولیدل شول چې په افغانستان کې مقاومت نور دومره قوي شو چې دلته میشتو په زرګونو بهرنيو ځواکونواو د هغوی په سلګونه زره داخلي ملاتړو ونکړای شول چې افغانستان ته د امریکا دفاع وزیر او ناټوسرمنشي د راتګ په مهال یواځې د نیم ساعت لپاره هغوی ته له بریدونو خوندي فضاء میسره کړي، هماغه ده چې اوس امریکايي چارواکي مجبور دي د کابل نړیوال هوايي ډګر په ځای نور د بګرام پوځي ډګر وکاروي او د ګډ حکومت چار واکي د خپلو اوامرو اوریدو ته هلته ور وغواړي.

لکه څرنګه چې د جګړې په خاموشه کولو کې د امریکایانو ۱۶ کلنې جنګي هڅې او د ټرمپ جنګي ستراتیژي ناکامه ده همدا شان به د سي، آی، اي په وسیله د طالب مشرانو په نښه کول هم ناکامه او د مقاومت په له منځه وړلو کې هیڅ اثر ونه لري، البته په دې پلمه به د سي ،آی، اي په وسیله افغانستان ته د بلک واټر اجرتي قاتلانو د راتګ لپاره زمینه میسره او هغه مظلوم افغانان کوم چې د بي ۵۲ الوتکو له بمونو او د بمونو مور له لمبو ژوندي پاتې دي هغوی به د بلک واټر د ایجنټانو د وحشت په نویو وسائلو او نویو تکتیکونو وژل کیږي.

د ګډ حکومت چارواکو ته اساسي خبره د خپل فاسد واک بقاء ده ، دا بقاء که د بلک واټر د قاتلانو په قتلونو او جنایتونو تر سره کیږي او که حتی د اسرائلو د پوځي تجهیزاتو او د مرستو په داوم …

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګل محمد وزيري
میلمه
ګل محمد وزيري

امريکايان غواړي چه په افغانستان کي په يوه اوبله پلمه جنګ ګرم وساتي ترڅو په سيمه کي دامريکايانو دپاتي کيدو او داسلامي هيوادونو نه اسلامي نظامونه لري او پر ځاي يي سيکولر نظام مسلط کړي دلايل جوړ کړي.

أور تور
میلمه
أور تور

دغه سرمقاله پخپله یوه کره کتنه ده.تر ګوتو دی جار سم.

عبيده فكتيكا وال
میلمه
عبيده فكتيكا وال

امريكايان غواري چي فه افغانستان كي ده مرال بايللو عسكرو روحيه لوره كي دا تشي لافي دي